روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالبانو ۱۰۲ نور بندیان هم له زندان خوشی شول

د ملی امنیت شورا وایی وړمه ورځ ‌یې ۱۰۲ طالبان له زندانونو خوشی کړی دی.دا خبره د ملی امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پرون په ټوېټرپاڼه لیکلې.ده ویلی، چې څه باندې ۸۵۰ طالب بندیان تر اوسه د افغانستان له زندانونو خوشې شوی او د خبرو تر پیل مخکې نور هم خوشې کېږی.د امریکا او طالبانو د توافق په اساس چې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشی کوی او په بدل کې یې طالبان زر تنه بندیان راخوشې کوی.افغان حکومت بیا ویلی چې بندیان خوشې کوی، خو په تدریجی شکل او د خبرو تر پیل مخکې یو نیم زر کسان راخوشی کوی.طالبانو هم د بندیانو د راخوشی کېدو د پروسې هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې نور بندیان دې هم خوشی شی څو د بین‌الافغانی خبرو پیل ته زمینه برابره کړی.افغان حکومت ټینګار کوی، چې طالبان دې هم د ژمنو سره سم د افغان حکومت د لېست مطابق د امنیتی او دفاعی ځواکونو نیول شوی غړی خوشی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید