د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د بغلان چارواکی وایی، د دغه ولاىت په ډنډ شهاب الدىن، اکاخېلو کلی کې د طالبان د سړک غاړې ماىن د ىوې کورنۍ ۸ غړی وژلی دی او ۶ نور ټپیان دی.
تاند ته د بغلان د امنىه قومندانۍ د وىاند احمد جاوېد بشارت په ټلېفونی تماس کې ووىل، اکاخېل د طالبانو تر واک لاندې سىمه ده چې د سړک د غاړې ماىن چاودنې په کې د څلورو ماشومانو، دوو ښځو او ىو نارىنه په ګډون د ىوې کورنۍ ۸ غړی وژلی، خو ۴ ماشومان، ىوه ښځه او ىو نارىنه په کې ژوبل شوى دى: (( دا ټول د ىوې کورنۍ غړی دی، چې په سراچه موټر کې د خپلوانو کور ته روان وو او چاودنه پرې شوې ده.))
ښاغلى بشارت وایی، دغې سىمې ته نږدې افغان ځواکونو دوه ورځې وړاندې هم په عملىاتو کې شل د سړک غاړې ماىنونه کشف او خنثى کړی وو.
طالبانو په دې اړه څه نه دی وىلی، خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د طالبانو د سړک غاړې ماىنونه هغه ړندې وسلې دی چې تر ټولو زىات وګړو ته ملکی تلفات اړوی.
دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو ىو ماىن په تخار کې د ىو ټولګی ۱۱ زده کوونکی ووژل.