روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان سره حل شی

د ملی امنیت سلاکار وایی: طالبان باید په دې پوه شی ،چې د جګړې له لارې واک ته نه شی رسېدای، نو په خبره یې چې خپلې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړی.حمدالله محب چې پرون یې په کابل کې غونډې ته وینا کوله د ترکیې کنفرانس ته په اشارې وویل، چې طالبان سولې ته اراده نه لری او نه غواړی افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږی.د ښاغلی محب په خبره همدا علت دی، ځکه خو دغه ډله په بېلا بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروی او له افغان دولت سره له مخامخ کېدو تښتی.نوموړی وویل: په وار وارمو ټینګار کړی ، چې د طالبانو سره د خبرو پر ځای باید ستونزه له پاکستان سره حل شی ،ځکه د ده په خبره طالبان لاسپوڅی دی او پاکستان چې څه ډول وغواړی دغه ډله نڅولی شی.حمدالله محب په داسې مهال دغه څرګندونې کوی ،چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۲۴مه په ترکیه د افغان سولې په هکله د کنفرانس جوړ شی، خو طالبانو ویلی چې تر هغه بهرنی ځواکونه په افغانستان کې وی دوی په هېڅ غونډه کې ګډون نه کوی.ټاکل شوې ، چې د ترکیې کنفرانس تر اختر وروسته د ترکیې په کوربتوب جوړ شی.په ورته وخت کې د افغانستان د ملی امنیت رییس ضیا سراج دې غونډې ته په خبرو کې کابل ته د امریکا د څارګرې ادارې یا سی ای اې د مشر پټ سفر تایید کړ او زیاته یې کړه ،چې د ترهګرۍ ګواښ جدی دی او په دې برخه کې باید ګډه، پیاوړې او کارنده مبارزه وشی.د سراج په خبره چې صفر یو، صفر دوه، صفر درې او کی پی ایف ځواکونه د افغانستان د ملی امنیت له لوری رهبری کېږی او په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید