روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

  د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان ووژل شو

  د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ووژل شو. د باختر آژانس د خبرله مخې: د ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی دی چې په برید کې درې طالبان وژل شوی او څلور نوریې ټپیان شوی دی.د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په پل دهیات سیمه کې په
هوایی ګوزارونوکې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د استخباراتو مسوول حامد وژل شوى دى.  په همدې ترتیب د٢٠٣ تندر قول اردو جزوتامونو د میدان وردګو په مرکز کوټه عشرو ساحه کې د دښمن یرغلیز برید په شا وتمباوه چې په پایله کې د مجاهد او د تحویلدار یوسف
د زوى لعل آغا په نومونو د طالبانو دوه سرګروپان ووژل شول.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید