روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( د طالبانو تاوتریخوالی دوام د مخامخ خبرو چارې له ځنډ سره مخ کړی ))

د ملی امنیت شورا د وسله والو ډلو له خوا د ملکی خلکو په نښه کول یو نه بخښوونکی جنایت بللی او زیاتوی ،چې دغه ډلې وېرې او وحشت خپرېدو لپاره له هېڅ ډول وسیلې څخه دریغ نه کوی.امنیت شورا دپرون په اعلامیې کې د غزنی ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ملکی وګړو وژل کېدل غندلی دی.د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړې ده.د شنبې په ورځ شااوخوا څلور بجې د غزنی ولایت د چغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې د ملکی وګړو پر یو فلانکوچ موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې شپږ ملکی وګړی ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ همدارنګه ویلی چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د جګړو له امله د روان کال د لومړۍ ربع په پرتله د ملکی تلفاتو په کچه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی هم راغلی دی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازوالۍ مشرې دیبرا لاینز ویلی و ،چې ښکیل اړخونه د بین الافغانی خبرو پیلېدو په لړ کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید