روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالبانو بریدونه د ملکی خلکو ژوند اخلی!

 په افغانستان کې د سولې را وستو لپاره له امریکا سره له هوکړې سره سره، دې ډلې جګړې او بریدونو ته زور ورکړی، چې په ترڅ کې یې درګرده د ملکی وګړیو ژوند اخلی! دا نه یوازې د افغانانو د وژنې لپاره د طالب پر مټ د دښمن کرغېړنه جګړه ده، چې د سولې او پرمختګ ټول فرصتونه له منځه وړی، بلکې دا بشری جنایت هم دی! پرون هم هغوی بل ستر بشری جنایتونه تر سره کړ او د طالبانو یو توغندی په ګردیز کې د ملکیانو په کور لګېدلی چې له کبله یې دوې ښځې او یوماشوم شهیدان شوی او بل ماشوم ژوبل دی. په دې اړه د ملی دفاع وزارت خبرپاڼه وایی، د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړی دی او توغندی هم د طالبانو لخوا توغول شوی دی.همدا رنګه د هلمند، لښکرګاه ښار په اتمه حوزه کې د جمعې د لمانځه پر مهال یو وسله وال برید د دغې حوزې امر ،د کلیو پراختیا د پخوانی رییس عمر قانع او یو ماشوم شهیدان کړی دی. طالبان په دې وروستیو کې په پټه خوله هدفی وژنې او بریدونه کوی اومسوولیت یې نه اخلی. تر دې وړاندې هم هلمند کې ورته پېښې شوې دی، او وړمه شپه بیا په کابل کې هم یو وسله وال برید کې د بګرام هوایی ډګر ۶ افغان قراردادیان وژل شوی.

پولیس وایی، یو بریدګر چې ټپی شوی، طالب دی. دا بریدونه په نړیواله  کچه هم د سختې اندېښنې وړ ګرځېدلی دی. د یونایتد پرس انټرنشنل (یو پی ای) په نوم خپرونه د بشری حقونو د فعالانو د یوه نوی راپور په استناد لیکی، د فبرورۍ له وروستیو راپه دې خوا چې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی، په افغانستان کې له ۸۰ ډېر ملکیان وژل شوی دی. دا خپرونه بیا د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا څرګندوی چې د فبرورۍ له ۲۹مې راوروسته ۸۳ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوی دی. د (یو پی ای) خپرونې په باور په دې وژل شویو ملکیانو کې ملکی مأمورین، حکومتی کارکوونکی، قومی مشران او مذهبی مشران شامل دی او په دوی کې اته ښځې او اته ماشومان دی. د خپرونې په باور د دې مرګ‌ژوبلې د نیمایی مسوولیت طالبانو منلی او نیمایی نور یې داعش. خو د همدغو طالبانو د فعالیت او جګړې له امله نورو ترهګریزو بریدونو او فعالیتونو ته هم زمینې برابرېږی، چې دا پړه هم پر طالبانو ده! خپرونه وړاندې لیکی چې د بشری حقونو ډلو پر ټولو لورو غږ کړی، په ځانګړی ډول پر طالبانو چې د عادی ملکیانو او حکومتی مأمورینو له وژلو لاس واخلی. (یو پی ای) څرګندوی چې له امریکایی لوری سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سولې له تړون راوروسته دې ډلې په افغانستان کې په سلګونه بریدونه کړی او د سیاسی چارو کتونکی په دې باور دی چې طالبان په دې ډول غواړی د خبرو د مېز پر سر خپل دریځ پیاوړی کړی. دا بریدونه په داسې حال کې زور اخلی، چې افغان حکومت د طالبانو ۳۶۱ زندانیان ازاد کړی او له طالبانو درګرده په نړیواله کچه غوښتنې کېږی، چې باید له امریکا سره تړون ته ژمن پاتې شی، جګړه ودروی او د سولې لپاره را وړاندې شی. دا ژمنې طالبانو په دې هوکړه کې کړې دی، خو په پرله پسې توګه یې تر پښو لاندې کوی او امریکا او ناټو هم دې اندېښمن کړی دی. دې ته په کتو سره د ناټو سرمنشی ینس ټولنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلی، چې موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته زور ورکړو او طالبان دې په دې تمه چې ګنې یو وخت به بهرنی ځواکونه ووزی، جګړه نه کوی، هغوی یې په جګړه نه شی ګټلی! دا بشری جنایت دی، چې طالبان یې د ملکی وګړیو پر وژنې تر سره کوی، دا هر برید حسابېږی او د طالبانو اصلی څېره څرګندوی، غوره ده، چې په دې اړه نړیواله ټولنه د افغانانو غږ واروی او افغان حکومت غواړی، چې د طالبانو پر ملاتړیو نړیوالو فشار راوړل شی، چې هغوی نور دې بشری ضد او انسانی ضد جګړې ته پر شا ونه ټپوی بلکې د سولې لپاره اوربند وکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید