روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالبانو او یرغلګرو پرضد د خلکو درېدل

د افغانستان خلک د خپلې خاورې او ملی حاکمیت د ساتلو لپاره هر وخت د جګړې سنګرونو ته تللی او د دښمن او یرغلګرو پرضد یې هرې وسلې ته لاس کړی دی، په تېره بیا کله چې هېواد له بهرنی یرغل سره مخ شوی، نو همدا ولس یې پرضد درېدلی او د ازادۍ توغ یې هسک کړی دی، د افغانستان تاریخ له همداسې ولسی حماسو ډک دی، هغه د چا خبره [افغانان بې درېشۍ عسکر دی!]

افغانستان نن هم د پاکستان په رهبرۍ له پردۍ تپل شوې جګړې سره مخ دی، پاکستان په نااعلام کړې جګړه کې له افغانانو سره ښکېل دی او دا ورته مهمه ده، چې بس افغانان ووژل شی او ملی تاسیسات یې وران او زیانمن شی!

دا جګړه د همدې پورته موخې لپاره روانه ده او پر افغانانو تپل شوې ده. د دې جګړې شدت اوس له بل هر وخته ډېر شوی دی، طالبان له سولې په شا شوی یا سولې ته نه پرېښودل کېږی، ولسوالۍ سقوط کوی او یا هم بېرته نیول کېږی، خو د پاکستانی ملېشو مړی د جګړې په ډګر کې پاتې کېږی.

د افغانستان پوځی ستراتیژی نن دا ده، چې د دغو یرغلګرو او پاکستانۍ جګړې پرضد له ولس څخه هم ګټه پورته کړی، د ملی دفاع وزارت په لسو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد زرګونو کسانو ته وسلې ورکړې دی. په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندوز، بلخ، پروان، کندهار، کاپیسا او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو پر ضد جګړه کې خلک برخه اخلی. دې ولسی درېدنې تر دې دمه ښې پایلې هم تر لاسه کړې دی.

تازه د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدی هم له خلکو غوښتی چې په خپلو سیمو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ودرېږی او په خبره یې دفاع وزارت چمتو دی چې لازم امکانات ورکړی.

د جمهوری ریاست دوهم مرستیال سروردانش هم وېیلی چې د طالبانو پر ضد او له جمهوریته د دفاع لپاره «پراخ ملی مقاومت» د رامنځته کېدو په حال کې دی.

یو شمېر پخوانیو جهادی او سیاسی مشرانو هم په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپلو کسانو د منظم کولو خبر ورکړی دی.

په اصل کې د هېواد ساتنه او دفاع د افغان ځواکونو دنده ده، خو که اړتیا وی، ولس هم پر دې مکلف دی، دا ولسی خوځښتونه هغه مهال رامنځته کېدای شی، چې ملی ګټې په خطر کې وی او یا هم هېواد له سخت حالت سره مخ وی، د بهرنیو ځواکونو له  وتووروسته وضعیت بلې خوا ته روان دی، نو دا ولس هم مکلف دی، چې د خپلو ځواکونو تر څنګ ودرېږی او د خپل هېواد او ملی ګټو دفاع وکړی؛ دا چې طالبانو د ولس پرضد ګام پورته کړی او له ترهګرۍ او په ځانګړې توګه یې د پاکستان له امر سره سم د پاکستانی ملېشو تر قوماندې لاندې ملت، عامه تاسیسات او هېواد له خطر سره مخ کړی، یا یې د سولې لاره بدله کړې،نو ولس یې هم پرضد را پورته شوی دی؛ خو افغان حکومت باید دا ولسی ملاتړ سم مدیریت کړی، نه دا چې دا د دښمن بله ناوړه دسیسه وی، چې خدای مه کړه دا ولسی خوځښتونه پر سمتی، ژبنیو او ډله ییزو خوځښتونو بدل نه کړی. حکومت باید پرې نږدی، چې له دغو ولسی خوځښتونو څوک یا هم کوم دښمن ناوړه ګټه پورته کړی. د ملی دفاع وزارت ته غوره دا ده، چې لومړی خپل ځواکونه اکمال کړی، ځکه هغوی ته اکمالات او خواړه نه رسېږی او سمه رهبری یې نه کېږی، نو ولسوالۍ او پوستې یوه  په  بلې پسې سقوط کوی. له دې وروسته بیا باید له خلکو همکاری غوښتل شوې وای، اوس چې له خلکو د ملاتړ غوښتنه کېږی، باید دا مسئله سمه مدیریت کړای  شی، چې دا ولسی ملاتړ نه د سمتی، نه د ژبنی او نه هم د ډله ییزو غوښتنو ښکار شی، بلکې داسې مدیریت کړای  شی، چې د ملی یووالی سټه نوره هم پخه او د ملی اجماع د ټینګښت لپاره غوره پیلامه وګرځول شی.

افغانان په دې کې پخې تجربې لری، کله چې هېواد له هر بهرنی یرغله ژغورل شوی، نو  ولس په یوه لیکه کې راټول شوی او ښه رهبری یې شوې ده، نن هم یوازې او یوازې یوې او غښتلې رهبرۍ اړتیا ده، چې ولس رهبری کړای  شی او د دښمن پرضد ترې غوره ګټه پورته کړای شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید