روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د طالبانو او القاعدې د اړېکو په اړه افغانستان د ملګرو ملتونو راپور تائید کړ

د ملی امنیت شورا له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړېکو د دوام په اړه د ملګرو ملتونو رپوت تائید کړ.د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې له القاعدې سره پرېکون د طالبانو لپاره سخت کار دی، ځکه چې د ده پر وینا :دوی د مشترکو ګټو ترڅنګ ژورې ایډیولوژیکې اړیکې لری.ښاغلی اندړ زیاته کړه: (( طالبانو ته په افغانستان کې د اقتدار معادله غلطه تشریح شوې. اوس افغانان د خپل ملی شعور له مخې د نظام او ارزښتونو پر دفاع ولاړ دی شاتګ، یکه تازی، له نړۍ سره ترېنګلتیا او په ټوله کې تور دوران نه غواړی. دلته یوازې طالبان نه، هېڅوک هم د جبر حاکمیت نه شی ټینګولای.)) ملګرو ملتونو وړمه ورځ په تازه راپور کې وویل، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د طالبانو او القاعدې ترمنځ د شخصی خپلویو، ودونو او د مبارزې ګډو موخو له امله د دواړو ډلو ترمنځ په اړېکو کې د بدلون په اړه هېڅ رپوټ نه دی ورکړی.ملګرو ملتونو ویلی ،چې دا اړیکې د القاعدې او طالبانو د دویم نسل له خوا لا پیاوړې او ژورې شوی دی.په رپوټ کې راغلی ،چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو په ځانګړې توګه په ختیځو، جنوبی او جنوب ختیځو ولایتونو کې القاعده حضور لری او شیخ محمود په مشرۍ د القاعدې د النصر جبهې له خوا رهبری کېږی.له دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د القاعدې د جګړه مارانو شمېر د ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ اټکل کړی و.له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرې کول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون مهمه برخه ده. دا تړون د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحې کې لاسلیک شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید