د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی: په تیر لمریز کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اینځر صادر شوی دی.دغه وزارت وړمه ړرځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلی، چې افغانستان په تیر لمریز کال کې شاخوا ۷۰۰ ټنه اینځر هند، عربی متحده امارات، کاناډا او یوشمېر نورو اورپایی هیوادونو ته صادر کړی.د وزارت پر وینا: اوس مهال کندهار، هرات، هلمند، زابل، فاریاب، بلخ او روزګان ولایتونو تر ټولو ډېرې وچې مېوې تولیدی.د افغان حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې: اوس د افغانستان په بازارونو کې د یو کیلو اینځرو بیه شاخوا ۱۰۰۰ افغانۍ ده.دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې افغان کروندګرو او باغ لرونکو تل خپلو محصلاتو ته د بازار نه شتون له امله شکایتونه کړی دی.