روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس: د افغانی غالیو کیفیت او ارزښت لوړ شوی دی

د اسلامی امارت د چارواکو او د سوداګرو په هڅو دافغانی غالیو کیفیت او ارزښت د پخوا په پرتله لوړشوی دی.غالۍ د افغانستان د صادراتو یو مهم توکی دی،چې وړاندې له جګړو زموږ د هېواد ډېر عواید له دغه صنعت څخه ترلاسه کېدل.اوس هم زموږ ډېر هېواد وال پر دغه صنعت بوخت دی او له دې لارې خپلې کورنۍ اعاشه او اباته کوی.

غالۍ اوبدونکی عنایت الله((عزیزی))وایی:زموږ د پلرونو دنده غالۍ اوبدل وو.موږ د جګړو په کلونو کې ګاونډی هېواد پاکستان ته کډه شوو او هلته هم د غالۍ اوبدلو په کار بوخت شوو او د دې صنعت له لارې مو د خپل ژوند اړتیاوې حل کولې.اوس چې بېرته هېواد ته راستانه شوی یو بیاهم خپل ژوند له اقتصادی پلوه د دغه صنعت له لارې پرمخ بیایو،خو ځینې ستونزې هم زموږ پروړاندې پرتې دی ،چې هغه د ځای نه شتون دی.موږ له اسلامی امارت او د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه غواړو،چې له موږ سره د ځای په برخه کې مرسته وکړی او نور امکانات هم برابرکړی،چې وشو کولی په آرامه فضاکې غالۍ و اوبدلی شو او سربېره پردې خپل او د هېواد اقتصاد ته وده ورکړو.

احمد ولی غالۍ پلورونکی وایی:د غالیوصنعت د پخوا په پرتله ښه شوی دی اوس غالۍ ښه ډیزاین لری ،خو یوه ستونزه زموږ پر وړاندې پرته ده اوهغه د بازار موندنې ستونزه ده.زموږ په پلور کې یو څه سوړوالی راغلی دی،هیله ده،چې چارواکی له هېواده بهر د افغانی غالیولپاره بازار موندنې ته پاملرنه واړوی.د کرونا ویروس د خپرېدو له امله هم نندارتونونه درېدلی ،خو بیاهم د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره هڅه او هاند په کار دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس ښاغلی احسان الله((پذیر))د غالیو صنعت ته په کتو سره وویل:د اسلامی امارت او سوداګرو په هڅو د افغانی   غالیوکیفیت او ارزښت د پخوا په پرتله لوړ شوی دی.غالۍ د افغانستان د صادراتو یو مهم توکی دی،چې وړاندې له جګړو زموږ دهېواد ډېر عواید له دغه صنعت څخه تر لاسه کېدل.

ښاغلی پذیز وایی: د غالیو د بازار موندنې لپاره د وری له لومړۍ تر درېیمې پورې په زراب مارکیټ کې د غالیو درې ورځنی نندارتون د غالۍ اوبدونکو، صادرونکو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو په همکارۍ پرانیستل شوی و.اصلی موخه له دغه نندارتون څخه دا وه،چې څنګه خپل تولیدات ګډونوالو ته ورو پېژنو او ورته بازار وموندلای شو. سربېره پر دې هېواد ته د بهرنیو ماشینی او غیر ماشینی غالیو مخنیوی وکړای شو.دویمه موخه مو له دغه نندارتون څخه دا وه،چې څنګه د اسلامی امارت چارواکو ته دا ور وښیو،چې موږ په خپل هېواد کې ډېره اندازه د لوړ کیفیت او ارزښتناکې غالۍ لرو ،چې دولت موږ ته د ملاتړ تعرفه راکړی او هېواد ته بهرنۍ غالۍ راواردې نه شی.په دې کار سره به زموږ د غالیو شرکتونه غښتلی شی او و به توانېږی،چې د بهرنیو غالیو له شرکتونو سره  سیالی وکړای شی.درېیمه موخه له جوړ شوی نندارتون څخه دا وه، چې په افغانستان کې اقتصادی فعالیتونه شتون لری؛ځکه له دوو کلونو راهیسې چې د کرونا ویروس خپور شوی دی د افغانستان د غالیو د تولید پر بهیر یې هم منفی اغېزه کړې او په نړیوالو نندارتونونو کې هم زموږ ونډه کمزورې شوه.د داسې نندارتون له لارې نړیوالو او کورنیو پانګوالوته خپله وینا او پیام رسولی شو،چې زموږ  د غالۍ اوبدلو صنعت  فعالیت لری او بهرنیان ترې ګټه پورته کولی شی.

ده د افغانستان په غالۍ اوبدلوکې د راغلی بدلون په اړه څرګنده کړه:د پخوا کلونو په پرتله د افغانستان د غالیوپه صنعت کې مثبت بدلون راغلی. پخوا د غالیو اوبدلو سیستم داسې و،چې خلکو خپله تار پېره او د غالیو په جوړولو یې لاس پورې او دا کار دوی په خپل ذوق ترسره کاوه.دغوغالۍ اوبدونکو بیا تولید شوې غالۍ پر شرکتونو پلورلې،چې شرکتونو بیا پر بهرنیو سوداګرو پلورلې، خو اوس دغه میکانیزم بدل شوی دی.اوس د غالۍ اوبدلو شرکتونه غښتلی او پراخ شوی او غالۍ اوبدونکی یې تر خپل پوښښ لاندې راوستلی دی.دغه شرکتونه غالۍ اوبدونکو ته نوې نخچې،رنګونه او ښه کیفیت لرونکی تار ورکوی او د دې ترڅنګ ورسره نوره همکاری هم کوی،چې د نړیوالو معیارونو او ستندردونو په پام کې نیولو سره افغانی غالۍ سیالی وکړای شی؛ نو ویلی شم ،چې د افغانستان د غالیو اوبدلو بهیر د پخوا په پرتله منظم شوی دی.غالۍ اوبدونکو پرمختګ کړی او ښه امکانات په واک کې لری .لکه :د غالیو د مینځلو او پروسس ، د تار جوړولو او د رنګ آمېزۍ اود وچولو امکانات.هغه بدلون،چې د غالیو په برخه کې راغلی افغانی غالۍ له کیفیت او ارزښت څخه برخمنې شوی او موږ هڅه او هاند کوو،چې دغه بهیر لا پسې غښتلی شی،چې بهرته خپل محصولات صادر کړای شو.

د نندارتونونو رئیس وویل:موږ هڅه کوو،چې افغانی غالۍ بهرته په افغانی نوم صادرې شی. اوس د افغانی غالیو ډېر کارونه د هېواد په دننه کې تر سره کېږی او دا ویلی شم ،چې موږ له پنځوس سلنې ډېر ځان بسیاینې ته رسېدلی یو او زموږ زیار دوام لری.اوس په جلال آباد،کابل، مزارشریف او هرات کې دغسې د پروسس شرکتونه شتون لری،چې د غالیو د بشپړېدو کار په کې تر سره کېږی.داچې افغانی غالۍ د پاکستان له لارې بهرته د دغه هېواد په نامه صادرېږی دا کار قاچاق وړونکی کوی  او زموږ پروړاندې یو لړ ستونزې پرتې دی،چې د هغو د حل کولو په لټه کې یو.ځینې هېوادونه نه غواړی،چې د افغانستان دغالیو صنعت پرمختګ وکړی؛نوځکه په داسې ناقانونه کارونو لاس پورې کوی.موږ د داسې یو میکانیزم د را منځته کولو پر کار بوخت یو،چې بهرنیان افغانستان ته راشی او افغانی غالۍ د هېواد له دننه څخه ترلاسه کړی.زه هېواد والو ته دا ډاډ ورکوم،چې دا ستونزه به هم د نورو ستونزو په څېر حل شی.

پذیر د نندارتونونو د نه دایرېدو ستونزې ته په اشارې سره  وویل:د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د غالیو نندارتونونه په بهر کې نه دی دایر شوی او موږ هم په فزیکی شکل ګډون نه دی کړی،ځکه د استانبول او فورکس،کومنګو او همدارنګه شانګهای او امپورت چیناویک دا ټول نندارتونونه دی،چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کړې،چې په کې ګډون وکړی،خو موږ د کرونا ویروس د دوام او خپرېدو له امله په دغو نندارتونونوکې ګډون نه دی کړی.

ده زیاته کړه:د اسلامی امارت په واکمنېدو سره موږ په څو کورنیو نندارتونونو کې ګډون کړی،چې یو نندارتون په انترکانتیننتال هوټل کې و،په دغه نندارتون کې د افغانستان غالیو او نورو لاسی صنایعو ډېر خوښوونکی او علاقمندان پیداکړل.د زراب د غالیو په نندارتون کې هم بهرنیو او کورنیو سوداګرو ګډون کړی و او د افغانستان غالۍ یې خوښې شوې.د نورو کورنیو نندارتونونو د جوړولو لپاره هم موږ چمتووالی لرو.سربېره پردې د نړیوالو نندارتونونو لپاره هم موږ پروګرام لرو،خو تر اوسه د کرونا د خطر له امله نه دی دقیق شوی.له دغو ستونزو سره سره د چین هېواد له موږ سره ژمنه کړې،چې افغان سوداګرو ته به د چین په درېوو نندارتونونو کې ونډه ورکړی.

 

پذیرد غالۍ اوبدلو شرکتونو فعالیت ته په کتو سره څرګنده کړه:د هېواد په سطحه اته سوه د غالیو اوبدلو واړه او لوی شرکتونه فعالیت لری.په هر شرکت کې په سلهاوو کسان د غالیو اوبدلو پر صنعت بوخت دی.دا ویلی شم چې د غالیو صنعت په کار کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له یونیم میلیونو تر دوو میلیونو وګړی په کار بوخت دی.د غالیو له اتحادیو سره زموږ همغږی ښه پر مخ درومی او موږ هم دغو اتحادیو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

احسان الله((پذیر)) په افغانی غالیو کې د بدلون راوستلو بهیر ته په کتو سره وویل:د دې لپاره چې افغانی غالۍ وده وکړی پر بهرنیو ماشینی غالیو تعرفه لوړه شوې او د دې ترڅنګ د غالیود سوداګرولپاره تشویقی بستې هم په راتلونکې کې عملی کېدونکې دی.بل مهم بدلون چې راتلونکی دی هغه دادی چې په صنعتی پارک کې د غالیو شرکتونو او غالۍ اوبدونکو ته به ځمکې ووېشل شی.

ښاغلی پذیر د غالیو له شرکت لرونکو او اوبدونکو څخه د مننې په ترڅ کې خپله غوښتنه داسې څرګنده کړه :زه له درنو صنعتکارانو څخه دا غوښتنه لرم،چې په هېواد کې امنیت او سوله واکمنه شوې، دوی دې خپل هېواد ته راشی او پانګونه دې وکړی،چې له یوې خوا اقتصادی پرمختګ راشی او له بل پلوه مووزګار هېوادوال پر کار بوخت شی.اوس د پخوا په پرتله د بېرو کراسۍ مخه نیول شوې او د سوداګرو کار په یوه ورځ کې حل کېږی.

نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید