روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس احسان الله((پذیر)): په تېر یوکال کې د صنعتی او کرنیزو محصولاتو۸ نندارتونونه پرانیستل شوی

په ټول هیواد کې د اسلامی امارت په واکمنېدو سره څو میاشتې د فابریکو او صنایعو د فعالیت بهیر کمزوری شوی و،خو اوس ډېرې فابریکې بېرته فعالې شوی دی.د تېر یو کال په موده کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر دې توانېدلی،چې په کابل او ځینو ولایتونوکې د صنعتی اوکرنیزو محصولاتو۸ نندارتونونه پرانیزی .د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس ښاغلی احسان الله(( پذیر))د فابریکو تولیداتو او د صنایعو فعالیت ته په کتو سره وایی: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو ادارې د تېر یو کال په موده کې په کابل او ولایتونوکې تر۸ نندارتونونو پورې پرانیستلی .په دغو نندارتونونو کې بېلابېلو سکتورونو ګډون کړی و او خپلې لاسی صنایع،کرنیز محصولات،طبی بوټی،غالۍ،قیمتی ډبرې او د مرمرو ډبرې یې نندارې ته وړاندې کړې وې.

ده زیاته کړه : موږ د دغه وزارت د ډبرو او وسپنې وروستی نندارتون د میزان میاشتې په ۱۹ مه په کابل سرینا هوټل کې پرانیستل شو.همدارنګه د سنبلې میاشتې په ۲۱ مه د دغه وزارت  بل ملی نندارتون د کابل په حضوری چمن کې جوړشوی و.په همدې ډول په کابل او ولایتونو کې هم صنعتی،کرنیز او دلاسی صنایعو نندارتونونه پرانیستل شوی وو.

ده زیاته کړه: موږ د کورنیو نندارتونونو د پرانیستلو ترڅنګ په بهرنیو هیوادونوکې د نندارتونونو د پرانیستلو او په هغو کې د ګډون کولو لپاره هلې ځلې کړی دی،چې یو یې د قیمتی ډبرو نندارتون و،چې په اسلام آباد کې پرانیستل شوی و. دغه راز د چین په شانګهای کې د انترنیشنل نندارتون په نامه هم یو نندارتون د روان زیږدیز کال د نومبر په ۲۵ مه پرانیستل کېږی .موږ په دغه را روان نندارتون کې څلوروخصوصی شرکتونو ته غرفې په پام کې نیولی دی. سر بېره پر دې یو بل نندارتون هم د چین په کونمنګ ښارکې پرانیستل کېږی او موږ پر دې توانیدلی یو،چې ۹ شرکتونو ته،چې د غالیو، مېوو،لاسی صنایعو او د قیمتی ډبرو شرکتونه دی د ګډون کولو زمینه  برابره کړو.

ښاغلی پذیر په نندارتونونو کې د وړاندې شویو محصولاتو او توکو څرنګوالی ته په اشارې سره څرګنده کړه: په ټول هیواد کې د اسلامی امارت په واکمنېدو سره څو میاشتې د فابریکو او صنایعو د فعالیت بهیر کمزوری شوی و،خو اوس ډېرې فابریکې بېرته فعالې شوی دی.دغه راز خصوصی شرکتونه پر دې توانېدلی دی،چې په جوړو شویو نندارتونونو کې په الکترونیکی توګه خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړی ،نو ویلی شم،چې د سنبلې په ۲۱ مه په جوړ شوی نندارتون کې ۱۶ شرکتونو ګډون درلود.یادو شرکتونو په آنلاین ډول نشرات او خبرتیاوې لرلې. له دې لارې کابو ۵ شرکتونه پر دې توانېدلی،چې د هنګری او امریکا له پېرونکو سره تړونونه وکړی،هغه سوداګر،چې اسلام آباد ته تللی وو، د یاد هیواد د خصوصی سکتور له چارواکو سره یې غونډې لرلې او د سوداګریزو فعالیتونو او نندارتونونو د پرانیستلو لپاره ښې آسانتیاوې او امکانات برابر شوی وو.په هر هیواد کې،چې سوداګریز نندارتونونه پرانیستل کېږی د لنډمهال او اوږد مهال پلور لپاره آسانتیاوې او امکانات ډېر وی.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس د افغانی غالیو د اوبدلو بهیر ته په کتو سره وویل: د غالۍ اوبدلو په سکتور کې له کروندګرو نیولې د کلیو تر وګړو پورې په کار بوخت دی.کوم مالداران،چې وړۍ برابروی هغه مینځی او هغه خلک،چې بیا دغه وړۍ له هیواد څخه بهر وړی. په دې شغل کې ډېر خلک پر کار بوخت دی او د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کوی.د پخوانی نظام په له منځه تللو سره د غالیو په سکتور کې د لنډ مهال لپاره د انتقالاتو په برخه کې څه ستونزې را ولاړې شوې وې لکه: د پروازونو درېدل او که پروازونه وو هم، د غالیو د لېږدولو لګښت ډېر لوړ و او د د دې ترڅنګ په شرکتونو کې هم خنډونه راپیدا شول ،خوله نېکه مرغه د روان کال له حمل میاشتې راهیسې،چې پروازونه پیل شوی د غالیو د سوداګرو ډېرې ستونزې حل شوی او هیله مندی شته،چې له دې وروسته به هم د غالیو صادرات او پلورلا ښه شی.

ښاغلی پذیر د دغه وزارت او د خصوصی سکتور په وړاندې پرتو ستونزو ته په اشارې سره جوته کړه:زموږ اساسی ستونزې له بهرنیو سفارتونو سره د اړیکو نیولو کمزورتیا ده.له هغه مهاله ،چې په هیواد کې نظام بدل شوی بهرنیان افغان سوداګروته ویزې نه ورکوی او که یې ورکوی هم، د ډېرو ستونزو  په ګاللو سره یې ورکوی.کله،چې سوداګر ویزې ونه لری بهرنیو هیوادونو ته سفر نه شی کولی.ستر نندارتونونه د هند په ډیلی ، راجستان ایالت ، کلکتې، د ایتالیې په میلان او په جرمنی کې جوړېږی .په دغو نندارتونونو کې د ویزې نه لرلو له امله ګډون نه شو کولی.

دی د هیواد د لاسی صنایعو کیفیت ته په کتو سره وایی: زموږ صنایعو د پخوا په پرتله پرمختګ کړی، په تېره بیا د ښځینه وو برخې..اوس دغه مېرمنې د لاسی صنایعو ښه او ډېر تولیدات لری او په خپلو صنایعو کې له نویو ډیزاینونو څخه کار اخلی.دوی د خپلو صنایعو او تولیداتو د پلور لپاره کولی شی له نویو ډیزاینونو ګټه پورته کړی.اوس انترنت ډېرې اسانتیاوې برابرې کړی او ښځې د هر هیواد له پرمختګونو خبرېدای شی او بیا دوی کولی شی د بازار او خلکو د اړتیاوړ صنایع تولید او بازار ته وړاندې کړی.په جوړو شویو نندارتونونو کې،چې موږ د صنعتکارانو تولیدات ولیدل ډېر پرمختګ منځ ته راغلی دی.اوس د غه صنایع ډېر مینه وال او پېرونکی لری.

ښاغلی پذیر د هیواد د فابریکو فعالیت ته په کتو سره وایی:د فابریکو فعالیت مخ په ښه کېدو دی،موږ د فابریکوهغه تولیدات چې په نندارتونونو کې ولیدل په رښتیا،چې له ښه کیفیت څخه برخمن وو او فابریکې د هرې میاشتې په تیرېدو سره غښتلې کېږی.سر بېره پر دې د فابریکو فعالیتونه پراخ شوی او برېښنایې هم ډېره  شوې ده.ټولې فابریکې فعالې شوې دی . موږ داسې راپور نه لرو،چې فابریکې دې تړلې وی.

دی له اوسنی حالت څخه د سوداګرو باورحاصلولوته په اشارې سره وایی:سوداګرله اوسنی حالت څخه ځکه خوښ او ډاډمن دی،چې پخوانۍ ستونزې یې،چې د فعالیت په وړاندې پرتې وې هغه اوس لرې شوی دی.دوی ډېره لېوالتیا او علاقه لری،چې په نورو برخو کې هم پانګونه وکړی اودې کارته پراختیا ورکړی.اوس کومې ستونزې،چې د خصوصی سکتور په وړاندې پرتې دی هغه بهرته د پیسو د لېږد ستونزې دی ،ځکه دوی نه شی کولی د اوومو موادو د پېرلو لپاره پیسې ولېږدوی او همداسې کوم مالونه،چې بهرنیان له دوی څخه پیرې د پیسو په رالېږد کې یې ستونزې پرتې دی.د دغې ستونزې د حل کولو لپاره هلې ځلې کوو.هیله ده،چې دغه ستونزه هم لکه د نورو ستونزو په څېر حل شی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس سوداګرو او صنعتکارانو ته د اغیزمن فعالیت په اړه داسې وایی:موږ له درنو سوداګرو دا هیله لرو،چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړی .ستونزې شته او نه شی کېدای،چې ټولې ستونزې دې یو ځل هوارې شی.د پانګونې پرمهال د هیواد اقتصادی څرخ ګړندی کېږی او ورسره د وزګارتیا کچه هم راټیټېږی.څومره،چې د هیواد دننه پانګونه وشی هغومره د پانګوالو پانګه وده کوی.په دې توګه به هیواد او خلکو ته د لا ښه خدمت جوګه شی.

دغه راز سوداګر عبدالواحد وایی: کله،چې د افغانستان پخوانی نظام نسکور  او اسلامی امارت پر ټول هیواد واکمن شو،موږ داسې انګېرل،چې ګواکې سوداګری به درېدلې پاتې شی، خو د خدای په فضل څو میاشتې وروسته د فابریکو فعالیت پیل شو او ورسره سوداګری هم ګړندۍ شوه.اوس موږ مال اخلو او ګاونډیو هیوادونو ته یې صادروو،په دې لاره کې ستونزې شته،خو موږ یې زغمو.زموږ د هیواد شرایط له نورو هیوادونو سره ،چې هلته جګړې نه دې تېرې شوی توپیر لری.سره له دې چې بهرنی هیوادونه افغان سوداګرو ته د ویزې په ورکولو کې خنډونه او ستونزې پیدا کوی،خو موږ خپل کارته دوام ورکوو.د تېر کال په پرتله زموږ فعالیت پراخ شوی دی.له اسلامی امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده،چې موږ ته دې نورې آسانتیاوې هم برابرې کړی او هم دې له بهرنیو سفارتونو سره خپلې اړیکې پراخې کړی،چې موږ وشو کولی ویزې ترلاسه کړو.

همدارنګه غالۍ اوبدونکی متین وایی:د تېر کال په پرتله اوس د غالیو اوبدلو کار ښه شوی دی.تېر کال زموږ کار کمزوری شوی و،خواوس د غالیو اوبدونکو فعالیت عادی حالت ته را ګرځېدلی دی.یوه ستونز ه شتون لری،چې هغه په بهر کې د غالیو لپاره په مارکیټونو کې نه ګډون دی.بله ستونزه افغانستان ته له بهرنیو هیوادونو د ماشینی غالیو راوړل دی،چې زموږ د غالیو کار اوبار یې ټکنی کړی دی.زموږ د غالیو پلور او پیر هغه مهال ښه کېدای شی،چې هیواد ته د بهرنیو غالیو له واردولو څخه مخنیوی وشی یا داچې مالیه پرې لوړه شی.دغه غالۍ په ارزانه بیه پلورل کېږی،چې زموږ د غالیو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.زموږ د هیواد د غالیو کیفیت لوړ دی کله،چې په بهرنیو هیوادونو کې نندارتونونه پرانیستل کېږی بهرنیان افغانی غالۍ ډېرې خوښوی ،نو راځئ، چې د خپل هیواد صنعت او لاسی صنایعو ته وده او پراختیا ورکړو.

((نوری))

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید