روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ترمنځ هوکړه وشوه

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او کاندید وزیرمحمدطاهرزهیر او د صنعت اوسوداګرى د وزارت سرپرست او کاندید وزیر نثار احمدغوریانی وړمه ورځ تر یو واحد چتر لاندې د جواز د صادرولو موافقه لیک لاسلیک کړ.په هغومراسموکې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړیوال تالار کې پرځاى شول، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وزیر محمد طاهرزهیر او د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نثار احمد غوریانی د دغه موافقه لیک د هدف او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس د حکم له مخې، هېوادوالوته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د اسانه کولو په مقصد د جواز د صادرولو بهیر تر یو واحد چتر لاندې راځی.د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت لومړنى دولتی بنسټ دى، چې دغه بهیر ته چمتو شوى او خپل یورسمی استازی یې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ته معرفی کړى دى .د نوی سیستم له مخې. د جواز د صادرولو موده چې پخوا ورځې، اوونۍ او آن میاشتې یې نیولې، اوس یوساعت ته لنډه شوېده او دغه کار د شفافیت د تامینولو او د ښې حکومتوالى د پیاوړتیا په لاره کې یوښه ګام دى .

ممکن است شما دوست داشته باشید