روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د شېخ زاید پوهنتون استادانو ته ښارګوټی جوړېږی

په خوست کې د لوړو زده کړو وزارت او د ځایی مسئولینو له خوا د شېخ زاید پوهنتون استادانو او اداری کارکونکو لپاره د ښارګوټی جوړولو چارې پیل شوې.دغه ښارګوټی چې د خوست شېخ زاید پوهنتون خیتځ لور ته په ۲۰۸ جریبه ځمکه کې جوړېږی، د استوګنې ۳۱۹ نومرې به ولری، چې د دغه پوهنتون استادانو او اداری کارکوونکو ته ورکړل شوې دی.د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخوا د دغه ښارګوټی د پرانیستلو پرمهال وویل، چې دا پروژه په ۱۳۸۸ لمریز کال کې پیل شوې وه، خو په تېر نظام کې د مافیایی کړیو د لاسووهنې له کبله یې عملی کارونه تراوسه ځنډېدلی وو.لطف الله خیرخوا:  (( دا موضوع چې په دا تېرو درېیو میاشتو کې په امارت کې پیل شوه، پرون پای ته ورسېده او ښاغلی والی او د لوړو زده کړو ځینو منسوبین ورته راغلل او دا پروژه یې پرانیستله. استادان به انشاء الله خپل حق ترلاسه کړی.))بل پلو د خوست والی محمد نبی عمری د یادې پروژې پیلېدل یو مثبت ګام بولی او زیاتوی، چې په دې سره به استادان وکولی شی چې محصلینو ته د تدریس لپاره پر وخت رسېدنه وکړی:

((اسلامی امارت کوښښ کوی ،چې په هره برخه کې ستونزې حل کړی او د الله تعالی نه شکر ادا کوو چې له اوږده وخت راهیسې موږ وتوانېدو چې دغه ښارګوټی پرانیزو.))

د شېخ زاید پوهنتون استاد محمد ولید وویل ،چې د دوی زیاتره استادان خپل کورونه نه لری او د خپل معاش له نیمایی ډېره برخه یې د کور په کرایه مصرفېږی:(( کله چې دوی په خپلو کورونو او خپلو ماشومانو سره وی، انشاءالله د مادیاتو دا دردونکې ستونزه او کړېدا به هم حل شی، ځکه دوی به وکولی شی له خپلو کورونو څخه په ټولو حالاتو کې په ښه شان محصلینو ته درسونه ورسوی او همدارنګه د پوهنتون په نورو څېړنیزو او اکاډمیکو چارو کې په ښه شان سره برخه واخلی.))

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د خوست شیخ زاید پوهنتون یو شمېر نورو استادانو او اداری کارکوونکو ته یاد ښارګوټی ته څېرمه د استوګنې نومرې ورکړل شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید