روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د شهید ملا اختر محمد منصور د شهادت شپږم تلین ونمانځل شو

اسلامی امارت د خپل شهید شوی امیر ملا اختر محمد منصور د شهادت شپږم تلین ونمانځه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې چې لوړ پوړو حکومتی چارواکو هم پکې برخه اخیستی وه د ملا اختر محمد منصور په ژوند، کارنامو او شهادت هراړخیزې خبرې وشوې.

د رئیس الوزا دویم مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی غونډې ته وویل چې مولوی اختر محمد منصور په ډېر حساس وخت کې د اسلامی امارت رهبری ور په غاړه شوه او د مجاهدینو په لیکو کې د نظم او ډسپلین لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې.

نوموړی همدارنګه زیاته کړه چې عدالت، ملی یوالی او د اشغال خاتمه د شهید اختر محمد منصور له سترو ارمانونو څخه وو، او په وینا یې د اسلامی امارت اوسنی چارواکی او مجاهدین باید د خپلو قائدینو ارمانونه له پامه ونه غورځوی، او هر څوک چې د طالب له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوی باید مجازات شی.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امرخان متقی په خپلو خبرو کې شهید اختر محمد منصور له بیت المال سره امین او له ملت سره مخلص کس وباله او د نوموړی د رهبرۍ دوره یې له لاسته راوړنو ډکه وبلله.

متقی د کندز فتحه، د کندهار زندان ماتول، د دښمن په لیکو کې د نفوذی کسانو ځای پر ځای کول او له مقابل لوری سره خبرو اترو ته لاره برابرول د شهید اخترمحمد منصور مهمې لاسته راوڼې وبللې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه وویل چې د نړیوالو له اقتصادی بندیزونو او ناوړه تبلغاتو سره سره اوسمهال حکومتی چاری په سم لور روانې دی او هیله ده چې افغانستان به له شته ستونزو نه خلاص شی.

نوموړی زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې ملت سخت ځوریدلی، او باید ډیر شفقت ورسره وشی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزی بیا په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلامی امارت دې له ملت سره د ښه چلند او تعامل هڅه وکړی.

د نوموړی په وینا حکومتونه هغه وخت له منځه ځی چې ملت ترې ناراضه وی او که اسلامی امارت هم پایښت غواړی باید د خلکو زړونه لاسته راوړی.

ستانکزی د اسلامی امارت د تېرو اتو میاشتو لاسته راوڼې وستایلې خو کافی یې ونه بللې او په وینا یې باید نور ډېر کار وشی تر څو ملت له حکومت څخه راضی شی.

نوموړی ټینګار وکړ چې په اقتصادی برخه کې جدی کار ته اړتیا ده او حکومت مکلف دی چې وزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره کړی.

ښځو ته  د حقه حقوقو ورکړه هم هغه موضوع وه چې ستانکزی ورباندې ټینګار وکړ او په وینا یې چې ښځه د دې ټولنې نیمه برخه ده او باید له پامه ونه غورځول شی.

د یادونې وړ ده چې شهید ملا اختر محمد منصور د طالبانو د پخوانی مشر ملامحمد عمر مجاهد تر مړینې وروسته د اسلامی امارت د مشرتابه شورا له لوری د امیرالمومنین په توګه و ټاکل شو چې تر یوې مودې وروسته د یوه هوایی برید له کبله په شهادت ورسید.

ممکن است شما دوست داشته باشید