روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د شهیدانو له کورنیو او بېوزلو هېوادوالو سره د خوراکی موادو د مرستې لړۍ روانه ده

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت:

د اسلامی امارت د شهیدانو او معلولینو وزارت له خوا له مرستندویو ټولنو سره په همغږۍ کې د شهیدانو کورنیو، معلولینو او نورو بیوزلو هېوادوالو سره د خوراکی توکو مرسته دکابل د ده سبز اوموسهی ولسوالیو او د میدان وردګو ، بامیانو، او کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې دوام لری.په دې اړه د هېواد ورځپاڼې خبریال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ له رییس ښاغلی سیدعظیم آقا سره مرکه کړې، چې خپرېږی.

پوښتنه : د شهیدانو له کورنیو، معلولینو او نورو بیوزلو هېواد والو سره د خوراکی موادو څومره مرسته په کومو سیمو کې شوې ده ؟

ځواب :په روانه میاشت کې د بیت الاسلام ټولنې له خوا د شهیدانو ،معلولینو او نورو بیوزلو هېوادوالو له ۴۰۰ کورنیو سره د شهیدانو او معلولینو وزارت سره په همغږۍ کې د کابل د ده سبز او موسهی په ولسوالیو کې د خوراکی موادو مرسته وشوه.همدارنګه د دغه وزارت د پلان ریاست سره په همغږۍ کې د (رید ټولنې )له خوا له۲۰۰۰ مستحقو بیوزلوکورنیو سره د خوراکی توکو مرسته د لوګر، میدان وردګو، بامیانو او کابل په ولایتونو کې وشوه.چې هرې کورنۍ ته یوه ۵۰ کیلویی بوجۍ اوړه۱۰ کیلو غوړی ۱۰ کیلو لوبیا ۱۰ کیلو وریجې ۵ کیلو بوره او دوه کمپلې وویشل شوې . سربېره پردې د دغه وزارت د پلان ریاست سره په همغږۍ کې د کندهار په ولایت کې هم له ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه.د هرې کورنۍ د مرسته شویو موادو بیه ۴۰۰۰ افغانۍ وه.د دغو مرستو ترڅنګ د کندهار د والی ښاغلی حاجی وفا له خوا هم له ۱۵۰  مستحقو کورنیوسره د خوراکی توکو مرسته وشوه.همداشان د شهیدانو او معلولینو وزارت د پلان ریاست سره په همغږۍ کې یوه ترکی سوداګر له مستحقو بیوزلو کورنیو سره د هرې کورنۍ لپاره د درې زره افغانیو په ارزښت د خوراکی توکو مرسته وکړه.

پوښتنه : له مستحقو خلکو سره ستاسې د مرستو وېش څنګه دی؟

ځواب : له هغه مهال راهیسې، چې طالبانو ټول هېواد تر خپل کنترول لاندې راوست او اسلامی امارت مخکې هم د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې نقدی او غیر نقدی مرستې کولې.اوس، چې اسلامی امارت پرهېواد واکمن شوی د شهیدانو او معلولینو وزارت له لارې د شهیدانو له کورنیو او معلولینو او نورو بیوزلو هېوادوالو سره د مرستې لړۍ روانه ده .د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه وزارت د شهیدانو له ورثواو معلولینو سره د مرستو د زیاتولو لپاره هڅه او هاند کوی.

ده زیاته کړه:هر دولت چې منځ ته راځی تر خپل توان پورې د بیوزلو خلکو لاسنیوی کوی. د افغانستان اسلامی امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هم تر خپل وس پورې له شهیدانو اومعلولینو سره مرسته کړې، چې دغه  مرستې اوس هم  دوام لری .موږ په دې پوهېږوچې  ټولو یتیمانو او نورو هېوادوالو ته مرستې نه دی رسېدلی ،لامل یې دادی چې د دغو هېوادوالو شمېر ډېر دی.د امکاناتو په ترلاسه کولو سره به موږ له دغو هېوادوالو سره هم مرسته وکړو.داچې ځینې کسان داسې انګیری، چې ګواکې د دغه وزارت په واک کې خوراکی مواد  شته او بیوزلو خلکو ته یې نه ویشی دا مطلق غلطه خبره ده.موږ احساس لرو او د خپلو خلکو ستونزو او مشکلاتو باندې پوهېږو.

پوښتنه : کله، چې تاسې د خوراکی موادو د ویش سیمې ته ورځئ، هغه بیوزلی خلک ،چې نه وی راجستر شوی او د موادو غوښتونکی وی څه امیدواری ورکوئ؟

ځواب :ما مخکې هم د بیوزلو هېوادوالو زیاتوالی ته اشاره وکړه، موږ، کله چې د خوراکی موادو د ویش لپاره  سروې کوو، د بیوزلو کورنیو شمېر له اندازې ډېر وی، خو موږ ډېرو هغو مستحقو خلکوته خوراکی مواد ویشو، چې مخکې زموږ د سروې ټیمونو تثبیت کړی وی. د سروې کسان د باور وړ کارکوونکی دی، چې هغوی د شهیدانو، معلولینو او نورو بیوزلو هېوادوالو حقونه نه ضایع کوی او مواد ورته د سروې له مخې ویشی.

پوښتنه: تاسې له مرستندویو ټولنو او سوداګرو څخه د مرستو د ترلاسه کولو لپاره څه پروسیجر لرئ؟

پوښتنه : موږ له مرستندویو ټولنو او سوداګرو سره په اړیکه کې یو زموږ غوښتنه له دغو ټولنو داده، چې د شهیدانو د کورنیو، معلولینو او نورو بیوزلوهېوادوالو لاسنیوی دې وکړی.په افغانستان کې د ژوند شرایط ډېرستونزمن دی په تېره بیا چې ژمی را رسېدونکی دی .په دې کار سره به زموږ د اړو او مستحقو هېوادوالو ستونزې یو څه حل شی.

                                             نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید