روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د شریعت او قانون له پلوه د جزایی مسئولیت خنډونه

پوهنیار سید نعمت الله (( لایق ))

مقدمه: په ځینو وختونوکې د جرم معنوی عنصر د ځینو عواملو په اساس له منځه ځې، یعنې دا چې جرمی عمل مادتاً او عملاً اجرا شوی وی، خو په هغه جرمی عمل کې د شخص اراده (معنوی عنصر) موجوده نه وی. دا حالتونه د شریعت او د اکثرو هېوادونو د حقوقو له حیثه د جزایی مسئولیت خنډ پېژندل شوی دی.

په دې حالتونو کې فرق نه کوی ،چې ارادی دواړه اجزاوې یعنی هم د عمل غوښتل او هم د عمل د ماهیت درککول او یا د ارادی یواځی یو جزء په جرمی عمل کې موجود نه وی، په هر صورت، د جرم مرتکب یا فاعل ته بیا جزایی مسئولیت نه راجع کېږی او هغه د مجازاتو وړ نه ګڼل کېږی. البته باید وویل شی ،چې د معنوی عنصر د له منځه تللو په صورت کې جرم بالذات له منځه نه ځې، بلکې یوازې د شخص جزایی مسئولیت رفع کېږی ،چې د جزایی مسئولیت د رفع کېدو یا د معنوی عنصر د له منځه تللو حالتونه له جنون او روانی ناروغۍ، سکر، خوب یا بې هوښی، طفولیت (ماشومتوب)، اضطرار او اکراه څخه عبارت دی، خو په دی لیکنه کې د جنون او سکر حالت د جزایی مسئولیت د خنډ په توګه تر بحث لاندې نیسو.

جنون او روانی ناروغۍ :  جنون یو ‌ډول عقلی او دماغی ناروغۍ ده چې د هغې په سبب د یو انسان عقلی او دماغی قواوې تر هغې اندازې پورې مختل کېږی ،چې شخص د جرمی او غیر جرمی اعمالو توپیر نشی کولای، د ښو او بدو په تمیز قادر نه وی، نو که چېرې یو شخص په دې ډول حالت کې د جرم مرتکب شی، نو څنګه چې د هغه اراده په جرم کې نه وې شامله، یعنی معنوی عنصر نلری، نو په پایله کې د هغه شخص جزایی مسئولیت رفع کېږی او د مجازاتو وړ نه ګڼل کېږی.

باید وویل شی، چې هر ډول جنون د جزایی مسئولیت د رفع کېدو باعث نه ګرځی، بلکې  د دې لپاره چې جنون د جزایی مسئولیت د رفع کېدو سبب شی، نو یو شمېر شرایط باید موجود وی ،چې هغه په لاندې ډول دی:

لومړی – جنون باید کامل او مطلق وی، په دې معنی چې د شخص عقلی او دماغی قواوې یې بالکل مختل کړی وی ،چې شخص په هېڅ صورت د ښو او بدو، مشروع او غیر مشروع یا جرمی او غیر جرمی اعمالو تمیز ونه شی کولای.

دویم – جنون باید د جرم د ارتکاب په وخت کې موجود وې، نو که چېرې جنون د جرم له ارتکاب نه مخکې او یا وروسته موجود وی او د جرم له ارتکاب په وخت کې موجود نه وې، نو دا ډول جنون د جزایی مسئولیت د رفع کېدو باعث نه ګرځی. البته د جرم له ارتکاب څخه مخکنی او وروستی جنون کاملاً بې تاثیره هم نه وی او بالکل له نظره هم نه غورځول کېږی، مثلاً مخکنی جنون د محکمې له خوا د یو مخففه حالت په حیث پېژندل کېدای شی. همدارنګه د جرم له  ارتکاب څخه وروسته جنون موږ په دوو برخو ویشلی شو:

اول – هغه جنون چې د جرم له ارتکاب څخه وروسته او د شخص د محاکمې له پیل څخه د مخه واقع شوی وی، دا ډول جنون د شخص د محاکمې د تاخیر او تعویق سبب کېدای شی او شخص وروسته له صحت یابۍ څخه محاکمه کېږی.

دویم – هغه جنون چې د شخص له  محاکمې وروسته او د جزا له تطبیق څخه دمخه وی، په دی حالت کې که د شخص د جرم جزا اعدام یا حبس وی ،نو دا ډول جزاګانی په تاخیر اچول کېږی، خو که چېرې مربوطه جزاګانی مالی جزاګانی وی لکه نقدی جریمه، د اموالو او دارایی ضبط یا د یو فعالیت ګاه توقف او تعطیل، نو دا ډول جزاګانی قابل د تطبیق دی او په تاخیر نه اچول کېږی، ځکه چې دا ډول جزاګانې د شخص صحی وضعې پورې کوم ارتباط نلری.

نو ویلی شو چې جنون په لاندې ډولونو دی:

دایمی جنون: دایمی جنون هغه دی چې په ټولو حالاتو کې سړی سره یوځای وی او د سړی د درک او تفکیک قوا له منځه ځی.

ادواری جنون: ادواری جنون هغه دی چې سړی کله کله خپله د تفکیک قوا، شعور او عقل له لاسه ورکوی او په ځینې وختونوکې لکه عادی اشخاصو د عقلی سلامتیا خاوند وی .

تام جنون: هغه شخص چې د جرم د ارتکاب په وخت کې د جنون یا نورو روانی ناروغیو په سبب د ادراک او تام شعور نه لرونکی وی، جزایی مسئولیت نلری نه مجازات کېږی.

ناقص جنون: هغه شخص چې د جنحې یا جنایت د ارتکاب په وخت کې د ادراک یا شعور په نقصان اخته وی، محکمه هغه معذور پېژنی.

باید ووایو چې جنون د شریعت له حیثه هم یو له هغو حالتونو دی، چې د مسئولیت د رفع کېدو سبب ګرځی، په دی اړه حدیث شریف دی، چې حضرت رسول مقبول فرمایی:

ژباړه: له درېو کسانو څخه قلم رفع شوی دی (معذور دی): د خوب سړی، تر هغه چې ویده شی، د ماشوم څخه تر هغه چې بالغ شی او له مجنون څخه، تر هغه  چې صحت یاب شی.

سکر، خوب یا بی هوښی:  په ځینو وختونوکې امکان لری یو شخص د ځینو موادو لکه د مخدرو موادو یا د شرابو د استعمال په واسطه د سکر حالت ته ولاړ شی او بیا په دې حالت کې د جرم مرتکب وګرځی، نو په دې حالت کې آیا شخص به دخپل جرمی عمل له حیثه مسئولیت ولری او کنه؟

په ځواب کې باید وویل شی ،چې د سکر په اړه باید دوه حالتونه یو له بل څخه جلا کړو:

غیر ارادی سکر:  هغه سکر ته وایی، چې یو شخص مسکره مواد بی د هغو له  پېژندلو او بې د هغو د خاصیت له درک کولو څخه استعمال کړی او بیا د جرم مرتکب وګرځی، که چېرې د شخص اراده کاملاً سلب شوې وی، نو جزایی مسئولیت یې هم رفع کېږی او که چیرې د شخص عقلی او دماغی قوه په نیمه ډول مختل شوې وی او شخص د ښو او بدو اعمالو تمیز تر یو حده پورې وکړای شی، اکثراً  د جزایی مسئولیت د مخففه حالت سبب ګرځی.

په همدی توګه که یو شخص جبراً د مسکره مواد و استعمال ته مجبور شوی وی او بیا د سکر په حالت کې شخص د جرم مرتکب شوی وی، نو عیناً پورتنی حکم دلته هم تطبیق کېږی، یعنی شخص غیر مسئول ګڼل کېږی.

ارادی سکر: هغه سکر ته ویل کېږی چې یو شخص سره له دې چې مسکره مواد پېژنی او د هغو په خاصیت هم پوهیږی، پرته له جبر او اکراه څخه هغه استعمالوی او پر ځان د سکر حالت راوړلی، نو که چېرې په دې حالت کې د جرم مرتکب وګرځی، جزایی مسئولیت څنګه وی؟  په دې حالت کې په اسلامی هېوادونو کې شخص سربیره د ارتکابی جرم له موضوع څخه د مسکره موادو د استعمال په جرم هم محکومیږی.

که پرته له دې چې شخص د کوم جرم د ارتکاب هدف او منظور ولری مسکره مواد استعمالوی او بیا ناڅاپه د سکر په حالت کې د یو جرمی عمل مرتکب ګرځی، په دی حالت کې ددې شخص مسئولیت یو عادی مسئولیت دی او دا حالت د یو مشدده حالت په توګه نه ګڼل کېږی.

خو که یو شخص مسکره مواد ځانته د جرائت ورکولو په خاطر استعمالوی تر څو د جرم مرتکب وګرځی، نو په دې صورت کې نه یوازې دا چې د شخص جزایی مسئولیت نه رفع کېږی، بلکې دا حالت د یو مشدده حالت په حیث هم ګڼل کېږی.

خوب او بې هوښی هم یو له هغو حالتونو دی ،چې که سړی په کې جرمی عمل ترسره کړی، مسئولیت نلری. که چېرې په جرم کې د مرتکب شخص تقصیر موجود نه وی، نو په خوب او بې هوښی کې ګرځیدل د شخص مسئولیت د جزایی مسئولیت د رفع کېدو باعث ګرځی، په دی اړه هم عمومی شرعی قاعده حدیث شریف دی، چې رسول الله (ص) فرمایی، ژباړه:له درېو کسانو څخه قلم رفع شوی دی (معذور دی): د خوب سړی، تر هغه چې ویده شی،له  ماشوم څخه تر هغه چې بالغ شی اوله مجنون څخه، تر هغه پوری چې صحت یاب شی.

خو که چېرې په جرمی عمل کې د شخص تقصیر موجود وی، یعنې دا چې شخص په دی پوهېږی چې په خوب او بې هوښی کی د ګرځیدو او حرکت کولو عادت لری او بیا هم د جرم د مخنیوی لپاره لازم تدابیر نه نیسی، که چېرې د جرم مرتکب وګرځی، جزایی مسئولیت یې نه رفع کېږی.

پایله: جزایی مسئولیت هغه وخت رامنځته کېږی چې سړی په آزاده اراده او د عقل او ادراک د صحت په حالت کې د داسې عمل مرتکب شی چې په شریعت او قانون کې جرم پېژندل شوی وې. که یو سړی داکراه او د جنون او یا داسې حالت کې چې ادراک یې سلب شی، د جرم مرتکب شی، جزایی مسئولیت نلری او مجازات ور باندې نه تطبیقېږی ،چې دا حالتونه د جزایې مسئولیت خنډونه پېژندل کېږی. جنون  د جزایی مسئولیت یوخنډ او مانع ده، چې په دی حالت کې د شخص ادراک له منځه ځې او سړی د ښو او بدو اعمالو ترمنځ تو پېر نشی کولای. د سکر په حالت کې هم شخص د عدم ارادی له لحاظه نه مجازات کېږی، ځکه چې د جزایی مسئولیت یو شرط  اراده ده، خو په دې شرط چې سکر غیر ارادی وی. همدا حکم د خوب او بی هوښی هم دی، یعنې که غیر ارادی وی او سړی ټول تدابیر ونیسی، خو بیا هم د جرم مرتکب شی، جزایی مسئولیت نلری، خو که په ارادی ډول ځان بې هوښه کړی او یا د خوب په وخت کې تدابیر نه نیسی، جزایی مسئولیت یی نه رفع کېږی.

منابع:

  1. دانش، پوهاند دکتور حفیظ الله، د جزا عمومی حقوق، لومړی ټوک، د مستقبل انتشارات، کابل، کال ۱۳۹۳.
  2. عبدالقادر اوده، ترجمه دکتر حسن فرهودی نیا، حقوق جزای عمومی، جلد اول، انتشارات احسان، تهران، سال ۱۳۹۴٫
  3. لایق، پوهنیار سید نعمت الله، د جزا عمومی حقوق، لکچر نوټ ، استاف کالج، کابل، کال ۱۴۰۱.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید