روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سینې درد څومره جدی دی؟

بېلابېل عوامل د ټټر یا سینې د درد سبب کېدای شی، ممکن دا یوه ډېره عادی او یا هم یوه ډېره خطرناکه ناروغی وی. له همدې کبله دنړۍ په زیاتو طبی مرکزونو کې د سینی د درد لپاره ځانگړې څانگه د (chest pain unit) شته چې هلته د دې خوږ ناروغان په منظم ډول څارل کېږی.د سینی درد هر ډاکټر ته لومړی څه چې وریادوی هغه د زړه د حملې Myocardial infarction ناروغی ده.زړه د انسان د وجود پاچا دی او ډېره لږه گډوډۍ یې د انسانی وجود امپراتوری گډوډوی. زړه داسې غړی دی که خدای مه کړه د یو څو دقیقو لپاره خپل کار پریږدې نو بیرته راگرځېدل یې ناشونی دی.د سینی په منځ کې د زړه موقعیت او رگونه داسې تنظیم شوی، چې دردونه یې نه ډېر څرگند ځای او نه هم ډېره څرگنده تشریح لری.د زړه دردونه له لاندینۍ ژامې څخه تر نامه، د سینی دواړو لورو، د اوږو بندونو، کیڼ لاس او گوتو او یا هم شا ته خپریږې، یا هم له همدغو ځایونو پیلېږی او یا هم له همدغو ځایونو څخه د یوې برخې درد کېدای شی د زړه د حملې درد وی.همدارنگه کېدای شی درد ډېر تیز (د چاقو وهلو په څېر)، فشار اچوونکی، سوزوونکی یا هم یوازې د نیولو په څېر وی.په زړو خلکو، د شکرې ناروغانو او ښځو کې کېدای شی یوازې د کمزورۍ احساس د زړه د حملې نښه وی،خو همدا نښې ډېر کله د عصبی او روحی فشار او نورو وړو ناروغیو له کبله هم رامنځ ته کېږی.

د هېواد په ډېرو روغتونو کې د زړه حملې د ناروغۍ د پېژندلو لپاره یوازې د زړه برېښناېی گراف پرمختللې معاینه یا ټست گڼلی شو، چې هغه هم پنځه وېشت سلنه دروغ لری یعنې کله ناروغ، روغ او کله روغ، ناروغ ښیې.لنډ ه دا ،چې د زړه د حملې تشخیص او ردول د یو تجربه کار ډاکټر لپاره هم اسانه نه دی او د سینی درد د هر ډاکټر او روغتون یوه مهمه ستونزه جوړوی.که چیرې تاسې، ستاسې دوستان او خپل خپلوان له پورتنیو حالتونو سره مخ شئ نو لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ.

۱: که وخت سره زر نه دی، بلکې ستاسو دژوند په بیه دی.

که چېرې په ۹۰ دقیقو کې یو مجهز روغتون ته ورسېږئ نو تاسې له اساسی درملو پوره گټه تر لاسه کولای شئ، که په درې ساعتونو کې ورسېږئ ،نو گټه مو نیمیږې او که لا ناوخته کړئ ،نو کېدای شی ستاسی ډاکټر له اساسی درملو تېر شی.

۲: خپل دردونه په خپله مه توجیه کوئ او ژر تر ژره ځان روغتون ته ورسوئ.

۳: د ډاکټرانو په کتنځایونو  او درملتونو کې خپل وخت مه ضایع کوئ.

۴: د دردونو ضد درمل مه کاروئ، ځکه دغه درمل د گټې پر ځای زیان رسوی، د زړه تخریب زیاتوی او د مړینې سبب کېږې او دردونه نه شی ارامولی.

۵: که چیرې د معدې د تیزابو ضد درمل کاروئ، نو ویې کاروئ، خو ورته مه په تمه کېږی.

۶: له فزیکی کار او حرکت څخه ډډه وکړئ، تر ممکنې اندازې د ارام په حالت روغتون ته لاړ شئ.

۷: که چېری ډاکټر مو د بستر کېدو پرېکړه کوله هېڅ وخت یې مه ردوئ.

۸: په یاد ولرئ، چې د روغتیاپال او ډاکټر له مشورو سرغړونه ستاسو د مړینی لامل کېدای شی.

ډاکتر رحیم

 

ممکن است شما دوست داشته باشید