د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان د سولې او ثبات د راوستو په برخه کې رښتینې همکاری وکړی.ښاغلی کاملوف په مرکه کې وېیلی، جګړه د افغانستان د ستونزې حللاره نه ده او طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته کېنی.نوموړی وېیلی، ازبېکستان له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوی، چې افغانستان سولې ته نږدې کوی.ښاغلی کاملوف دا هم وېیلی،چې دوی د افغانستان په اړه په دوحه، استانبول او یا بل هېواد کې د جوړېدونکی کنفرانس هرکلی کوی.د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر وېیلی، د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی، چې د افغانستان د سولې او ثبات په راوستو کې همکاری وکړی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې تر سره کړی. کاملوف په مرکه کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرو ته حاضر شی او وېیلی یې دی، چې دوی د افغان سولې د خبرو کوربتوب ته چمتو دی. د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د سیمې هېوادونو څخه د افغان سولې په برخه کې د رښتینې همکارۍ غوښتنه کوی، چې لا وړمه ورځ د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر هم وېیلی و، چې د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې او ثبات په برخه کې رښتینې همکاری وکړی.نوموړی خبرداری ورکړی و، چې که ګاونډی او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو هڅه ونه کړی، لرې نه ده، چې دغه اور به د دوی تر لمنې هم ورورسېږی.