روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سیمې هېوادونه دې افغانستان له بحران څخه وباسی

د ایران د ملی امنیت سلاکار علی شمخانی وایی: ټولو سیمه ییزه هېوادونو ته په کار ده، چې افغانستان ته لاس ورکړی او دغه هېواد له روان بحران څخه وباسی.شمخانی دغه څرګندونې پرون په هند کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزه هېوادونو د ملی امنیت سلاکارانو په غونډه کې کړې دی.نوموړی په دغه کنفرانس کې د افغانستان د روان وضعیت پړه یو ځل بیا امریکا ملامته وګڼله او ویې ویل، چې غرب په ځانګړې توګه امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه پر افغانستان یرغل وکړ،

خو په وینا یې امریکا او متحدینو یې شل کاله یې په بېلو پلمو خلک و وژل او بلاخره پرته له کومې لاسته راوړنې خپله وتښتېدل او افغانستان یې تر پخوا ډېر فقیر او بېچاره یو عالم ستونزو ته یوازې پرېښود.دی وایی، همدې ته په کتو ټولو سیمه ییزو هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان لاسنیوی وکړی او دغه هېواد له روان بحران څخه وباسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید