روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سیمې او نړۍ لپاره د افغان سولې اهمیت

د افغانستان اهمیت د سیمې او نړۍ لپاره له ټولو مهم دی، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم په افغانستان کې د سولې او امنیت غوښتونکی دی، چې امنیت او ثبات یې پیاوړی شی او د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان له دغه جیوټرانزېټیکی اهمیته غوره ګټه پورته کړی. د سیمه ییز امنیت، اقتصادی ودې او همکارۍ لپاره د سولې غوښتنه پراخه شوې او تمه ده، چې دا غوښتنه تحقق ومومی. په دې اړه وخت ناوخت د سیمې او نړۍ دوست هېوادونه خبرې کوی، خو یو شمېر نور هېوادونه شته، چې په لوی لاس د افغانستان د دغه اهمیت پر وړاندې خنډونه جوړوی او د سیمې د سوداګرۍ لپاره د افغانستان جیوټرانزېټیک اهمیت ګواښی!د افغان حکومت هلې ځلې دا دی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه پرې قانع کړی، چې په افغانستان کې یې له تپل شوې جګړې، په ثبات او سوله کې ګټې ډېرې دی. د بېلګې په توګه پاکستان، ایران او روسیې ته د افغانانو پیغام دا دی، چې د افغانستان له دغه اهمیته غوره ګټه پورته کړی، د دغو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره افغانستان ښه ټرانزېټی اهمیت لری، پاکستان او ایران منځنۍ اسیا او دغه راز روسیه او مرکزی اسیا نور هېوادونه بیا د افغانستان له لارې له سویلی اسیا سره په اسانه، ارزانه او لنډه لاره خوندی سوداګری کولی شی. سربېره پر دې چې افغانستان تر مځکې لاندې لاس نه خوړلې زېرمې هم لری، نو په کې د پانګونې لپاره ښه موقع شته، چې باید د سیمې او نړۍ هېوادونه پرې د سالم رقابت تر سیوری لاندې پانګونې وکړی. افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو او نړیوالې ټولنې غواړی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ننګه وکړی. تازه یو ځل بیا د افغان سولې او د هېواد پر دغه اهمیت خبرې شوې دی، په داسې حال کې چې په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچی پلاوی د مذاکراتو لپاره شېبې شماری، د امریکا، افغانستان او ترکمنستان استازیو د افغان سولې او ثبات په اړه د وېډیویی کنفرانس پرمهال له یو بل سره د ګډې مرستې په ارزښت ټینګار کړی دی. په دغه وېډیویی کنفرانس کې، چې په سیاسی چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی ډېوېډ هېل لخوا یې کوربتوب کېدا، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف برخه اخیستې وه. د غونډې په ګډې اعلامیه کې راغلی چې ګډونوالو د سیمه ییز امنیت، اقتصادی ودې او همکارۍ په اړه خبرې کړې دی. دوی همداراز د سیمې هېوادونو او نړیوالو هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ننګه وکړی. د دری واړو هېوادونو استازیو همداراز د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوی سربېره په راتلونکی کې د دا ډول وبا او رنځونو سره په مبارزه کې له یو بل سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.دې ته په کتو سره باید د افغان سولې او ثبات لپاره د سیمې هغو هېوادونو اجماع هم راټوله کړای شی، چې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې په ترڅ کې خپلې ګټې لټوی، خو هغوی ته باید قناعت ورکړل شی، چې د دې جګړې نه یوازې بدې پایلې د دوی ترلمنې هم د اور لمبې خورولی شی، بلکې بشری جنایت دی، چې یو وخت به یې هرو مرو حساب ورکوی! تر ټولو خطرناکه یې دا ده، چې ترهګری د هغوی پر وړاندې هم خنډ دی، نن که یاد هېوادونه ترهګری د خپلو موخو لپاره کاروی، خو سبا همدا ترهګری د هغوی کورونه هم د اور پر لمبو سوځوی! همدا رنګه ترهګری پالل او د ترهګرۍ په مټ په افغانستان او سیمه کې جنایتونه کول، د هېڅ بشر د زغملو نه دی، دا ستر جنایت دی او د دغه جنایت په اړه به یوه ورځ نه یوه ورځ په نړیوال عدالت کې حساب او پوښتنه کېږی. نو غوره ده، چې د سولې لپاره له اوسنی فرصته سمه ګټه پورته کړل شی، ځکه په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په مانا دی!د افغانستان اهمیت د سیمې او نړۍ لپاره له ټولو مهم دی، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم په افغانستان کې د سولې او امنیت غوښتونکی دی، چې امنیت او ثبات یې پیاوړی شی او د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان له دغه جیوټرانزېټیکی اهمیته غوره ګټه پورته کړی. د سیمه ییز امنیت، اقتصادی ودې او همکارۍ لپاره د سولې غوښتنه پراخه شوې او تمه ده، چې دا غوښتنه تحقق ومومی. په دې اړه وخت ناوخت د سیمې او نړۍ دوست هېوادونه خبرې کوی، خو یو شمېر نور هېوادونه شته، چې په لوی لاس د افغانستان د دغه اهمیت پر وړاندې خنډونه جوړوی او د سیمې د سوداګرۍ لپاره د افغانستان جیوټرانزېټیک اهمیت ګواښی!د افغان حکومت هلې ځلې دا دی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه پرې قانع کړی، چې په افغانستان کې یې له تپل شوې جګړې، په ثبات او سوله کې ګټې ډېرې دی. د بېلګې په توګه پاکستان، ایران او روسیې ته د افغانانو پیغام دا دی، چې د افغانستان له دغه اهمیته غوره ګټه پورته کړی، د دغو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره افغانستان ښه ټرانزېټی اهمیت لری، پاکستان او ایران منځنۍ اسیا او دغه راز روسیه او مرکزی اسیا نور هېوادونه بیا د افغانستان له لارې له سویلی اسیا سره په اسانه، ارزانه او لنډه لاره خوندی سوداګری کولی شی. سربېره پر دې چې افغانستان تر مځکې لاندې لاس نه خوړلې زېرمې هم لری، نو په کې د پانګونې لپاره ښه موقع شته، چې باید د سیمې او نړۍ هېوادونه پرې د سالم رقابت تر سیوری لاندې پانګونې وکړی. افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو او نړیوالې ټولنې غواړی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ننګه وکړی. تازه یو ځل بیا د افغان سولې او د هېواد پر دغه اهمیت خبرې شوې دی، په داسې حال کې چې په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچی پلاوی د مذاکراتو لپاره شېبې شماری، د امریکا، افغانستان او ترکمنستان استازیو د افغان سولې او ثبات په اړه د وېډیویی کنفرانس پرمهال له یو بل سره د ګډې مرستې په ارزښت ټینګار کړی دی. په دغه وېډیویی کنفرانس کې، چې په سیاسی چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی ډېوېډ هېل لخوا یې کوربتوب کېدا، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف برخه اخیستې وه. د غونډې په ګډې اعلامیه کې راغلی چې ګډونوالو د سیمه ییز امنیت، اقتصادی ودې او همکارۍ په اړه خبرې کړې دی. دوی همداراز د سیمې هېوادونو او نړیوالو هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ننګه وکړی. د دری واړو هېوادونو استازیو همداراز د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوی سربېره په راتلونکی کې د دا ډول وبا او رنځونو سره په مبارزه کې له یو بل سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.دې ته په کتو سره باید د افغان سولې او ثبات لپاره د سیمې هغو هېوادونو اجماع هم راټوله کړای شی، چې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې په ترڅ کې خپلې ګټې لټوی، خو هغوی ته باید قناعت ورکړل شی، چې د دې جګړې نه یوازې بدې پایلې د دوی ترلمنې هم د اور لمبې خورولی شی، بلکې بشری جنایت دی، چې یو وخت به یې هرو مرو حساب ورکوی! تر ټولو خطرناکه یې دا ده، چې ترهګری د هغوی پر وړاندې هم خنډ دی، نن که یاد هېوادونه ترهګری د خپلو موخو لپاره کاروی، خو سبا همدا ترهګری د هغوی کورونه هم د اور پر لمبو سوځوی! همدا رنګه ترهګری پالل او د ترهګرۍ په مټ په افغانستان او سیمه کې جنایتونه کول، د هېڅ بشر د زغملو نه دی، دا ستر جنایت دی او د دغه جنایت په اړه به یوه ورځ نه یوه ورځ په نړیوال عدالت کې حساب او پوښتنه کېږی. نو غوره ده، چې د سولې لپاره له اوسنی فرصته سمه ګټه پورته کړل شی، ځکه په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په مانا دی!

ممکن است شما دوست داشته باشید