روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سپین لښکر لارویانو ته څو سپارښتنې!

که یو طرف ته د الله تعالی شکر اداء کوو ،چې هېواد مو ازاد او اسلامی نظام حاکم شو، خو بل طرف ته اوس موږ له  نوی الهی امتحان او ازمیښت سره مخ یو. مخکې موږ مظلومان وو، نظام د بل چا په واک کې و او موږ د الله تعالی له حکم سره سم د استقلال او اسلامی نظام د حاکمیت لپاره مبارزه کوله، اوس چې الحمدلله صلیبی لښکر مات شو، هیواد مو ازاد او د هغوی د پلیت نظام پر ځای ښکلی اسلامی نظام حاکم شو، نو ځکه خو اوس موږ له یو بل ازمیښت سره مخ یو او له دغه میدان څخه یوازې د تقوی په وسله روغ وتلای شو!

که پرون مو د جهاد او مبارزې پر مهال پر ډول ډول مصائبو او تکالیفو صبر کاوه، مشکلات مو زغمل او هر ډول محرومیتونه مو تېرول، نن باید د واک او حکومت په دوران کې هم د صبر، تقوی، امانت دارۍ او اخلاص لاره اختیار کړو. ننــنی حاکمیت د پرونیو قربانیو نتیجه ده، نو که دغه امانت مو هم په سمه توګه اداء کړ، بې شکه چې پرونۍ قربانۍ مو د اجر، ثواب، ستاینې او افتخار وړ دی، خو که په دغه ازمیښت کې (خدای مه کړه) ناکام شو، بیا نو زموږ ټولې قربانۍ هسې په خړو اوبو لاهو دی او د قیامت په ورځ به د شهیدانو لاس او زموږ ګرېوان وی!

د اسلامی امارت ټول کشران او مشران مسئولین، افراد او همکاران باید لاندې څو خبرو ته جدی پام او پاملرنه وکړی:

۱ – منصب تلپاتې نه وی، خو زموږ عملنامه تلپاتې ده او د هرې شېبې پوښتنه را څخه کېږی! ډېر حکومتونه له منځه ولاړل او واکمنان یې خاورې شول، خو نوم، تاریخ او عملنامه یې پاتې ده.

۲ – هېڅکله باید ځانونه حاکمان و نه ګڼو. موږ حاکمان نه، بلکې په ځمکه کې د الله تعالی مامورین یو، راسپارل شوی کارونه به تر سره کوو.

۳ – له بیت المال سره باید ډېر زیات احتیاط وکړو، لومړی خو دا چې اوسنی بیت المال او هر څه د شهیدانو په وینو تر لاسه شوی او دوهم دا چې بیت المال د حقوق الله نه، بلکې د حقوق العباد له جملې دی، نو که الله تعالی هر څه راته وبښی، بیت المال کې خیانت نه رابښی، ځکه چې په دې کې د ټولو مسلمانانو حق دی.

۴ – له خپل واک څخه باید هېڅ ډول ناوړه ګټه وانه خلو، مثلاً د خپل حریف او تربور د ناروا ځپلو، ځورولو او هغوی ته د زور ورښکاره کولو لپاره باید له هېڅ ډول دولتی امکاناتو استفاده ونه شی.

۵ – د معاشاتو، دنیاوی مفاداتو، نوم او شهرت، واک، صلاحیت او ځان غوښتنې فکر باید له مغزو وباسو، هر څه باید د الهی رضا په خاطر تر سره کړو، که پرون په سنګر کې وخت تېرول جهاد و، نن په حکومت کې وخت تېرول او خدمت کول جهاد دی. که پرون بې معاشه لګیا وو، نن الله یو څه فضل کړی، خو زموږ اصلی هدف باید بیا هم الهی رضا تر لاسه کول وی.

۶ – د خپلو مشرانو اطاعت پر موږ فرض او لازم دی، زموږ د کامیابۍ یو راز همدا و، چې د امارت په صف کې اطاعت موجود و، نو باید چې دغه ځانګړنه تل وساتو.

۷ – له قومی، ژبنی، سمتی او نورو بې ځایه اختلافاتو څخه باید په کلکه ځان وساتو، موږ ټول د یوې کلمې وروڼه، د یو صف ملګری، د یو هدف مبارزین او د یوه لښکر سپاهیان او لارویان یو. نو لکه څرنګه چې تر اوسه مو د اتحاد او ورورګلوۍ دغه جوهر ساتلی، باید نور یې هم وساتو او کلکه توجه ورته وکړو. 

۸ – په خپلو کارونو کې باید نهایت زیات اخلاص وکړو، ځکه چې اوس ډېره لږ بې پروایی هم ډېر لوی خیانت دی او دغه خیانت او بې پروایی مو په درې چنده حسابېدای شی: له شهیدانو سره خیانت، له اسلامی نظام او ټولو مسلمانانو سره خیانت او له خپل ځان او اولاد سره خیانت، یعنې خپل معاش او حق الزحمه به مو راته حلاله نه وی او کورونو ته به حرامې پیسې وړو.

۹ – باید انتهایی زیاته تواضع ولرو، الله تعالی کبرجن نه خوښوی.

۱۰ – له هر ډول ظلم او زیاتی څخه باید ځان وساتو، عدل او انصاف باید په عمل کې ثابت کړو او تل د الله تعالی شکر ګذار واوسو.

سلیمان سعید ((غلجی))

ممکن است شما دوست داشته باشید