روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې په بهیر کې د ښځو لیدلورى مشخص دى

د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرون د طالبانو او امریکا ترمنځ د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو بنسټونو څخه د ښځو د استازیو د نظریو د بیانولو لپاره د هغوى د غونډې کوربه و.په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د سولی ارزښت او هغه ته په رسېدو کې د ښځو شتون په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: سږ کال ملی او نړیوالو بنسټونو د سولې په بهیرکې د ښځو د موثره او دوامداره مشارکت او د حق غوښتنې زیات پروګرامونه جوړ کړ ی دی؛ هغه پروګرامونه چې هر یو یې په خپل وار د ښځو د قدرت د شتون او د هغوى د ژوندانه لپاره د سولې د اهمیت منعکس کوونکی دی .حسینې ساپۍ زیاته کړه: که څه هم دغه غږونه له بېلابېلو حنجرو را ووتل، خو ټول د افغانستان د ښځو غږ و چې د ښځو له شتون پرته په یوه غږ، د ښځو له حضور پرته د سولې لپاره د خبرو څرنګوالى رد کړ او اصلی پیغام یې دا و چې موږ په هېڅ وجه په شا نه ځو.په غونډه کې ښځې په اقتصادی – سیاسی، ټولنیز، فرهنګی، حقوقی او شرعی کمېټو ووېشل شوې او د دغو موضوعګانو په اړه یې خپل لیدلورى مشخص کړ.په پاى کې کمېټو خپلې نظریې بیان کړې چې موظف مسوولان به یې په منسجم ډول ترتیب او ټاکل شوې ده د هېواد په رهبرۍ چې له دغو استازیو سره به غونډه ولری؛موخه دا ده سولې ته د رسېدو لپاره په اړوندو برخو کې د ښځو مهمې او اساسی غوښتنې په اساسی او تخصصی ډول د حکومت له رهبرۍ او نورو مذاکره کوونکو سره شریکې شی او متخاصمو ډلو ته لکه طالبان دغه پیغام ورکړل شی چې د اسلام په مبین دین کې د ښځو مقام لوړ او خوندی دى او د دین په پلمه نه شو کولاى ښځې له خپلو حقوقو څخه محرومې کړو او د هغوى له حقوقو سره معامله وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید