روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې په اړه د کابل پروسې درېیمه غونډه جوړېږی

په داسې حال کې چې د سولې خبرې په ملی او نړىواله کچه ورځ تر بلې په ګرمېدو دی، د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت په همدې تړاو په نږدې راتلونکی کې د کابل پروسې د درېىمې غونډې د جوړېدو خبره کوی.د ىاد وزارت وىاند صبغت احمدی رسینوته ویلی، د دغې غونډې په چمتووالی کار روان دى، خو دقىقه نېټه‌ىې لا نه‌ده مشخصه شوې.دى وایی :د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پىل به د دغې غونډې ىوه مهمه اجندا وی.نوموړی زىاته کړه:  (( ټاکل شوې چې د کابل پروسې درېىمه غونډه هم ډېر ژر خپله په کابل کې جوړه شی، موږ دا مهال دغې غونډې ته په چمتووالی بوخت ىو چې د سىمې او نړۍ استازی په‌ کې ګډون کوی، د دغې غونډې اصلی تمرکز به د سولې په خبرو وی.))د بهرنىو چارو وزارت هىله‌مندی ښیی چې د کابل پروسې درېىمه غونډه له پخوانىو دوه هغو یې ډېره له لاسته راوړنو ډکه وی.افغان حکومت دا هىله‌مندی، ځکه ښیی چې د ښاغلی احمدی په باور دا وخت د افغان سولې په اړه ښه سىمه‌ىىزه او نړىواله اجماع رامنځته شوې ده.د بهرنىو چارو وزارت په‌دغې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو او نړىوالو سازمانونو د استازو د ګډون هم وایی.دغې غونډې ته د لاچمتووالی لپاره د افغان چارواکو او بهرنىو استازو ترمنځ له څو ورځو راهىسې لىده کاته هم شوی دی.په‌دې لړ کې د ملی امنىت سلاکار حمد الله محب دچهارشنبې په ورځ د اروپایی ټولنې له سفىر رونالډ کوبىا او د بهرنىو چاروسرپرست وزىر صلاح‌الدىن ربانی هم د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی تدامىچی ىاماموتو او رونالډ کوبىا سره ولىدل.د افغانستان د ملی امنىت شورا په خبرپاڼه کې وىلی ،چې دواړه لورو د کابل پروسې درېىمه غونډه ىو مهم فرصت بللى دى.د بهرنىو چارو سرپرست وزىر صلاح‌الدىن ربانی هم په خپله ټوىټرپاڼه لىکلی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی تدامىچی ىاماموتو او د اروپایی ټولنې له سفىر رونالډ کوبىا سره‌یې د کابل پروسې د درېىمې غونډې په جوړېدو خبرې کړې دی.د کابل پروسې دوهمه غونډه د ۱۳۹۶ لمرىز کال په وروستۍ مىاشت کې له ۲۵ څخه د ډېرو هېوادونو او سازمانونو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه.ولسمشر غنی په هغې غونډه کې د سولې لپاره بېساری وړاندىزونه وکړل ، چې وروسته ورسره د سولې هلې ځلې په سىمه‌ىىزه او نړىواله کچه ډېرې شوې.

  • اوربند.
  • د سىاسی ډلې په توګه د طالبانو منل.
  • د قانون له مخې د اساسی قانون تعدىل.
  • د بندىانو خوشی کول.
  • له تور لېسته د سولې غوښتونکو طالبانو نوم اىستل.
  • او داسې نور هغه وړاندىزونه وو چې ولسمشر غنی د سولې د ټینګښت لپاره بىان کړل.له دې وړاندې د کابل پروسې لومړۍ غونډه د ۱۳۹۶ لمرىز کال د جوزا په مىاشت کې وشوه چې له شرط پرته له طالبانو سره په خبرو او د سولې په اړه طالبانو او پاکستان ته د ىوې واضح طرحې په ورکولو په‌کې خبرې شوې وې.
    ىوسف خان ځدران
ممکن است شما دوست داشته باشید