روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې په اړه د شانګهاى سازمان د ژمنو د پلی کولو په هیله

دافغانستان جمهوررییس محمد اشرف غنی په افغانستان کې د تلپاتې سولې لوړ هدف ته د رسېدلو لپاره له سوله ییزو منډو ترړو سره دخپلې لیوالتیا له مخې، نه یوازې دتېرولسګونو ملی ، سیمه ییزو او نړیوالو غونډو او کنفرانسونو په څنډو بلکې، دقرغزستان د بوشکیک په ښار کې دشانهګاى د همکارۍ سازمان د وروستۍ غونډې په څنډه کې هم د هند ، چین او نورو هېوادونو له جمهورو رییسانو او دغونډې د نورو برخه والو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنو کتنو او دغه راز یادې غونډې ته په خپلې هر اړخېزې وینا کې په هېواد کې دتل پاتې سولې لپاره ددغې غونډې د برخه والو هېوادونو د رښتینې مرستې پر دوام ټینګار وکړاو په کلکه یې ترې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې د پوره همغږۍ او مرستې له مخې د سیمې او نړۍ ثبات ته دستر ګواښ په توګه دطالبانو او نورو ترهګرو دځپلو لپاره له رښتینې او غوڅې ارادې او کلک هوډڅخه کار واخلی او له دې لارې دې دسیمې اونړۍ د هېوادونو خلک د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اودغه راز د هغوى دملاتړ کوونکو ، تولیدوونکو، صادروونکو او وسله والو کوونکو هېوادونو له خطرونو وژغوری چې په غبرګون کې یې دشانګهاى د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو هم ژمنه وکړه چې دسیمې اونړۍ دثبات لپاره به په افغانستان کې دروانو خونړیو جګړو دپاى ته رسولو لپاره له افغانستان سره مرستې ته ودانګی. دافغانسستان دکلونو کلونو جګړه ځپلی ، ځورېدلی او کړیدلی خلک په دې تمه اوهیله دی چې دیاد سازمان غړی هېوادونه په افغانستان کې دتلپاتې سولې لپاره خپلو ژمنو ته دعمل جامه ورواغوندی اوله دې لارې په ټوله کې دسیمې اونړۍ دثبات لپاره زمینه برابره کړی . پر افغانستان په څه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو کې زیاتره ښکېلې ډلې اوپه سرکې یې روسیه ، پاکستان او ایران د شانګهاى سازمان په دغه ډول غونډو کې په افغانستان کې دسولې دراتلو نارې سورې او ډنډورې وهی او په افغانستان کې دتلپاتې سولې لوړ هدف ته رسېدل دسیمې او نړۍ دټولو هېوادونو دسولې او ثبات په ګټه بولی ، خو په باطن کې طالبان او نورې ترهګرې ډلې روزی ، تولیدوی او وسله وال کوی یې او په افغانستان کې یې نه یوازې دافغانانو، بلکې د امریکا ، اروپا او ناټو په ګډون دنړیوالې ټولنې د غړو هېوادونو دمیشتو پوځیانو او بهرنیو اتباعو دبې رحمانه او وحشیانه  وژلو او داسې نورو تباهیو دسرته رسولو لپاره له هغوى څخه دیوې سترې وسیلې په توګه کار اخلی چې دهغو له ډلې په تېره بیا روسیه زیاته هڅه او هاند کوی چې دافغانستان په خونړیو جګړو کې دخپل سیال هېواد امریکا دزیاتې ښکلېتیا لپاره زمینه برابره کړی او له دې لارې په ۱۹۸۹ زیږدیز کال کې په افغانستان کې دخپلې بې شرمانه ماتې غچ له امریکا څخه واخلی او دوخت دروسانو دسرولښکرو په څېر یې په افغانستان کې له شرمېدلی ماتې سره مخ کړی او دې ته یې اړ کړی چې دتیری کوونکو او اشغالګرو روسانو په څېر افغانستان ته بیا ونه ګوری او له افغانستانه دتېښتې لاره ونیسی. درسنیو له لارې دخپرو شویو رپوټونو پر بنسټ امریکا پر افغانستان ددغو تپل شویو جګړو په بهیر کې دپاکستان، روسیې او ایران په څېر دسیمې او نړۍ دمکارو او تیری کوونکو هېوادونو له روزل شویو ګوډاګیو طالبانو او وحشی صفتو ترهګرو سره په اتلس کلنې مبارزې او جګړې کې نږدې درې زره سرتیری او افسران له لاسه ورکړی ، څه د پاسه شل زره سرتیری او افسران یې ټپیان شوی، معلول او معیوب شوی اوله یو تریلیون (زروملیاردو) امریکایی ډالرو څخه یې زیات اقتصادی، مالی او پوځی زیانونه ګاللی ، چې دافغانستان په جګړو کې امریکا ته د دغه ډول زیاتو اړول شویو پوځی او مالی زیانونو په پایله کې ددغه هېواد د جمهوررییس ډونالډ ټرمپ زیاته غوسه یې هم راپارولې او دې ته یې اړ کړى چې دافغانستان په دغې اتلس کلنې اوږده خونړۍ جګړه کې له ښکلېتیا څخه دخپل هېواد د ژغورلو لپاره د روسیې او پاکستان په څېر د طالبانو او نورو ترهګرو دملاتړکوونکو، روزونکو، تولیدوونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو او دهغوى له ګوډاګیو طالبانو اونورو وسله والو مخالفینو سره دسولې دخبرو لپاره ددغه هېواد پخوانى او تجربه کار دېپلومات ډاکتر زلمى خلیلزاد د ځانګړی استازی په توګه وټاکی چې خلیلزاد تر دې دمه له طالبانو سره شپږم پړاو خبرې کړی دی اوله افغان حکومت سره یې شریکې کړی دی. اوس دجرمنی د بهرنیو چارو وزیر اودغه راز دافغانستان او پاکستان لپاره د دغه دوست هېواد ځانګړی استازی اوهمدارنګه  ترڅنگ یې د اروپایی ټولنې استازی هم په افغانستان کې دتلپاتې سولې لوړ هدف ته درسېدلو لپاره له امریکا سره پوره همغږۍ او مرستې ته دانګلی اوغواړی چې له دې لارې نړیوالې ټولنې ته د یوستر سرخوږی په توګه پر افغانستان تپل شویو خونړیو جګړو ته دپاى ټکى کېږدی اوپه دې توګه دافغانستان ، امریکا ، اروپا ، ناټو او هند په ګډون دسیمې اونړۍ دهېوادونو خلک دبشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو او ملاتړو هېوادونو له شره دتل لپاره وژغوری، دسیاسی شنونکو او نورو کارپوهانو په اند د طالبانو او نورو ترهګرو او دغه راز د روسیې او پاکستان په څېر دهغوى دملاتړ کوونکو هېوادونو ترڅنګ په هېواد کې دننه دقدرت دګدۍ اوپیسو لیونیان، جنګی جنایتکاران ، بې قانونه وسله والې ډلې، دنېشه یی توکو قاچاقچیان او نور زور واکان هم په افغانستان کې تلپاتې ، رښتینې او سراسری سوله د قدرت دخپلو ګدیو دپایښت او داسې نورو ناوړو شخصی ګټو ددوام لپاره ستر خطر بولی او هېڅکله نه غواړی چې له دې لارې خپلې دغه ډول ناوړه ګټې له لاسه ورکړی، نو ځکه تل دا هڅه او هاند کوی چې له طالبانو او نورو ترهګرو او دهغوى له ملاتړکوونکو هېوادونو سره د ناوړو اړیکو  او معاملو له مخې د سولې په لاره کې خنډونه واچوی، نوله دې امله ډېره اړینه برېښی چې له دغه ډول پلیتو عناصرو او کورنیو فاسدو کړیو سره هم باید د طالبانو او ترهګرو په څېر سخت چلند وشی پر سختې جزا دې ورسیږی او پرمټ دې په هېواد کې دپاټک شاهانو، قوماندانو سالارانو، بلواګرو، جنګسالارانو او نورو زور واکانو د معافیت فرهنګ ته دپاى ټکى کېښودل شی، تمه ده چې دامریکا ، جرمنی او اروپا په گډون نړیواله ټولنه ، همدارنګه دسیمې اونړۍ نور سوله دوست او بشر دوست هېوادونه په خپلو کې سره یو لاس او یو موټى شی اوله دې لارې په افغانستان کې دتل پاتې سولې لوړ هدف ته درسیدلو لپاره له خپلې رښتینې غوڅې او نه ماتیدونکې ارادې اوکلک هوډ څخه کار واخلی نوهله به په هېواد کې دسولې ډېوه پرځلېدو راشی او دسیمې اونړۍ ثبات ته به دسترګواښ په توګه د طالبانو اونورو ترهګرو ټغر دتل لپاره له هېواده ټول شی او ترڅنګ به یې دافغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې ،پاکستان او ایران په څېر دترهګرو ملاتړ کوونکو هېوادونو بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو ته دپاى ټکى کېښودل شی هیله ده چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره د شانګهاى غونډې برخه وال هېوادونه خپلو ژمنو ته دعمل جامه ورواغوندی اوله دې لارې خپله رښتینولې ثابته کړی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید