روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې پروسه د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لری

د افغان دولت د سولې مرکچی ټیم مشر معصوم ستانکزی ویلی، چې د سولې پروسه د نړیوالې ټولنې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لری.ښاغلی ستانکزی او د مرکچی پلاوی ځینو غړیو وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د قطر له ځانګړی استازی مطلق القحطانی او د یوناما له مشرې دیبرا لاینز سره کتلی.دغه پلاوی په اعلامیه کې وېیلی، چې ښاغلی ستانکزی له مطلق القحطانی سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې افغان دولت د سولې د خبرو د جدی پرمختګ غوښتونکی دی او نه غواړی په حاشیوی مسایلو وخت ضایع شی.دوی همدا راز د سولې د مذاکراتو درېیم پړاو په پرمختګ ټینګار کړی.هاخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره په لیدنه کې د افغان دولت د سولې مذاکراتی تیم د روانو خبرو د چټکتیا او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ باندې خبرې کړی.د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اعلامیې له مخې،  مېرمن لاینز ډاډ څرګند کړی ،چې د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان د خلکو تر څنګ وی.د افغان دولت او طالبانو مرکچیانو د سولې تړون ته د رسېدو لپاره تېر سېپټمبر خبرې پیل کړې.د خبرو تازه پړاو لا نه دی پیل شوی ،خو دواړو لوریو ورته چمتووالی ښودلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید