روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې وزارت: په قطر کې د سولې مذاکراتو غیر رسمی غونډې دوام لری

یوه اوونۍ کېږی، چې په قطر کې د حکومت او طالبانو مذاکراتی پلاوو د تماس ډلو د مذاکراتو په طرزالعمل بحث نه دی کړی.که څه هم د مذاکراتو د طرزالعمل په برخه کې له یوه اختلافی مورد پرته نور ټول حل شوی، خو داسې ښکاری چې د دوحې توافق نامې اصل بلل د بین الافغانی مذاکراتو د پیل پر وړاندې لا هم ستونزه ده، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی که څه هم د تماس ډلې غونډې ځنډېدلی خو پر وینا یې، د سولې مذاکراتو غیر رسمی غونډې دوام لری او همدا شان د افغان حکومت مذاکراتی پلاوی هم خپلمنځی غونډې کوی او مقابل لوری ته یې ځینې وړاندیزونه سپارلی دی.په همدې حال کې له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچی پلاوی مشر معصوم ستانکزی ویلی، هیله مند دی چې د سولې خبرې د خلکو له غوښتنې سره سم مطلوبې پایلې ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید