روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې نړیوالې غونډې د افغانستان د غمېزو پړه پر پاکستان واچوله

دافغانستان دلوړپوړو چارواکو ، سیاسیونو ، مدنی فعالانو او نور و شخصیتونو ترڅنګ دکوزې پښتونخوا دوتلوسیاسی ، ملی ، فرهنګی اونورو شخصیتونو په ګډون دافغانستان دسولې په اړه درې ورځنۍ نړیواله غونډه دیو جامع او هراړخیز پرېکړه لیک په صادرېدوسره تېره جمعه په کابل کې پاى ته ورسېده.ددغى غونډى په پریکره لیک کې پر افغانستان دسیمې او نړۍد مغرضو تیری کوونکو هېوادونو او زبېښاکګرو ځواکونو له لوری دڅه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو او غمېزو دسملاسی مخنیوی دلاروچارو په اړه مادې رانغاړل شوی او په کې ویل شوی دى چې دپاکستان ، روسیې ، ایران ، چین او امریکا په ګډون دې دافغانستان په جګړوکې ټول ښکېل اړخونه په افغانستان کې د تلپاتې ، سولى لپاره په پوره صداقت ، جدیت ، قاطعیت او ایماندارۍ سره خپلې مټى په کلکه را بډوهی اوله دې لارې دې دافغانستان غمېزوته دپاى ټکى کېږدی .

دلرو او برو پښتنو دنړیوالې غونډې برخه والو له زیاتو ولولو څخه په خپلو ډکو ویناووکې دلرواو برو پښتنو او بلوڅوپه ګډون دافغانانوپر زړه دوخت دانګلیسی استعمار دخونړی خنجر دتور داغ په توګه پرافغانانو د ډیورنډ دکرغېړنې اومنحوسې کرښې دتپلو او دغه راز دانګلیسی استعمار دیوې سترې پروژې په توګه دپاکستان دمصنوعی او گوداګی هېواد دجوړېدو په اړه دپرنګیانو ناوړه موخې یوځل بیا بربنډې او رسواکړې ، له هغویې پرده پورته کړه او په زغرده یې دا وویل چې دوخت انګلیسی استعمار چیانو او پرنګیانو دلرواو برو پښتنو او بلوڅو په ګډون له افغانانوسره په دریو اړو جګړوکې دخپلوله شرمه ډکو ماتو او په هغوکې دمکناټن ، برایډن او کیمناری په ګډون دګڼو انګلیسی جرنیلانو او کرنیلانو دمرګ ژوبلې دغچ اخېستلو لپاره دډیورند دکرغېړنې اومنحوسې کرښې په رامنځ ته کېدوسره یې دپښتنو او بلوڅو ولسونه سره ټوټه ټوټه کړل اودهغوى دځپلو لپاره یې دپاکستان په نامه خپل جوړشوى مصنوعی ا وګوډاګى هېواد رامنځ ته کړ،چې دانګلیسی استعمار دیوې سترې پروژې په توګه دپاکستان ددغه جوړشوی مصنوعی او ګوډاګی هېوادتورمخو ، درواغجنو اومکارو پنجابی جرنیلانو په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې دخپل دغه مصنوعی هېواد له جوړېدو څخه تردې دمه پورې په تېرو (۷۱ ) کلونوکې نه یوازې لرپښتانه او بلوڅان تل ځورولی ، وهلی، ډبولی ، لوټ کړی، په مرموزه توګه یې وژلی ، ترې تم کړی ، دهغوى کورونه او کلی یې بمباری کړی او پرکنډوالو یې بدل کړی او دهغوى  پرناموسونویې تیری کړی دی ، بلکې دافغانستان پرخلکویې هم له هېڅ راز بې رحمانه او وحشیانه تیریو څخه ډډه نه ده کړې ، تل یې خپل روزل شوی ګوډاګی طالبان اونور ترهګر دې ته لمسولی ، هڅولی او اړ کړی دی چې په افغانستان کې دبې ګناه او بې دفاع خلکو دوژلو او داسې نورو تبا هېو د سرته رسولو لپاره ځانمرګی او غلچکی بریدونه او بمی چاودنې وکړی اوهم یې  ترڅنګ پاکستانی پوځیان دافغانستان پرسرحدی سیموبې رحمانه او وحشیانه ړانده بریدونه وکړی او هم ورسره جوخت دافغان سوداګرو دسوداګریزو مالونو اودغه راز دنارو غانو او نورو خلکو پرمخ دسرحدی دروازو او بند رونو دتړلوله ناوړه عمل څخه دتل لپاره ګټه اخیستې اوله دې لارې یې خپلو شومو موخوته دعمل جامه وراغوستې اوهم یې د دیورنډله یادې کرغېړنې کرښې څخه دلرو او برو پښتنو او بلوڅو دتګ راتګ دمخنیوی دخپل شوم او ناوړه عمل دپلى کېدو لپاره دډیورنډ پرکرښه اغزن سیمونه غځولی ، ژورګړنګونه یې کیندلی اوآن تردې پورې چې ددغې کرښې په ګاونډکې یې دافغانستان په خاوره کې پوځی تاسیسات هم جوړکړی دی چې ددغې کرښې ددواړو غاړو د اوسېدونکو پښتنو او بلوڅو زیاتې غوسې یې راپارولی دی او دپاکستان تیری کوونکو پنجابی واکمنانو ته یې اخطار او خبردارى ورکړى دى چې دلرو او برو پښتنو له ګډون به پرافغانانو پردغې تپل شوې کرښې داغزنو سیمونو پرځاى آن فولادی دیوالونه دړی وړی اوله خاورو سره به یې خاورې کړی چې دثبوت څرګنده بېلګه یې پنځه کاله وړاندې دننګرهار ولایت دګوشتې ولسوالۍ په سرحدى سیمه کې دډیورنډ کرښې په خواکې پر پاکستانی تاسیساتو او پوځیانو ددغې یادې ولسوالۍ دخلکو او اتلوافغان سرتېرو اوپه دې وروستیو وختونوکې دپکتیا ولایت داریوب ځاځیو په سرحدی سیمه کې پرپاکستانی تاسیساتو او پاکستانی پوځیانو بریدونه دی چې له امله یې پاکستانی پوځیانوته مرګ ژوبله هم واوښته او تاسیسات یې هم دړې وړې شول. دلرو او برو پښتنو او بلوڅوپه ګډون دټولوافغانانو ، ژغورنده غورځنګونو، آزادۍ غوښتونکو ځواکونو او دبشردحقوقودسیمه ییز واو نړیوالو سازمانونوډېره مهمه او ستره غوښتنه داده چې دافغان سولى په اړه ددغه ډول نړیوالو غونډو برخه وال پښتانه او بلوڅ نه یوازې دمحکومو پښتنو او بلوڅو دآزادۍ دحق غوښتنې غږونه دنړیوالوغوږونوته ورسوی ، بلکې په پاکستان کې دمنظور احمد پښتین په مشرۍ دپښتون ژغورنې غور ځنګ دغړوپه څېر دخپلو حقوقود ترلاسه کولو لپاره دتیرى کوونکو پاکستانی پنجابیانو پروړاندې باید لاروکوڅوته راووځی او پراحتجاجی مظاهرو او لاریو نونو دې لاس پورې کړی . له بله پلوه دافغانستان دسولې او امن ددغې غونډې یوبل وینا کوونکی او دافغانستان دولسمشریزو ټاکنو دکاندید محمد اشرف غنی لومړی مرستیال امر الله صالح هم پاکستان دافغانستان دغمېزو او جنګ جګړو زېږنده وباله او ویې ویل چې د دغه مکار ، تیری کوونکى اوجګړه غوښتونکى هېواد پاکستان دوخت جرنیلانو او واکمنانو دافغانستان دسولې دراوستلو په بدل کې دافغانستان دوخت له حکومتونو څخه دابې ځایه یوولس غوښتنې کړې وې چې یوه یې دافغانستان دحکومت له لوری د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل دی او قباله یې پاکستان ته ورکړې او دوهمه غوښتنه یې دپښتونخواله مشرانواو دغه راز له هند سره دافغانستان دحکومت داړیکو پری کول او داسې نورې نه منلو غوښتنې وې چې دافغانستان دوخت حکومتونو دپاکستان دمکارو پنجابی جرنیلانو او واکمنانو دغه بې ځایه غوښتنې په کلکه رد کړې ، وغندلې او محکومې کړې او آن دافغانستان دغمیزو پړه یې هم پرپاکستان ور واچوله او په زغرده یې داوویل چې دمکار پاکستان دغه بې ځایه او دخنداوړ غوښتنې دافغان او پښتون هېڅ بچی ته دمنلو او زغملو وړنه دی او دهغو پرضد به خپلو مبارزو ته لازور ورکړی، د پوره بریالیتوب تربرېده به یې ورسوی او په اړه به یې دغه لاندې شعرته دعمل جامه ورواغوندی :

په جهان دمېړنو دی دا دوه کاره

یابه وخورې ککرۍ یا به کامران شې

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید