روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې لپاره له تر لاسه شوی فرصته باید ګټه پورته کړل شی

په امریکا کې د نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن په مخ کې ډېر کارونه پراته، هغه په ټاکنو کې له بریا وروسته وېـیلی، چې له نړۍ سره به د امریکا هغه اړیکې له سره ټینګوی، چې پخوانی ولسمشر ټرمپ ننګولې او یا پرې کړې دی، د بېلګې په توګه له اروپایی ټولنې، د روغتیا له نړیوال سازمان، د چاپېریال ساتنې او … افغانستان هم د امریکا ستراتیژیک، امنیتی او دفاعی ملګری دی، خو دا ملګرتیا په دې وروستیو کې ننګول شوې، د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ دا ملګرتیا له طالبانو سره پر اړیکو جوړولو او دې ډلې ته په امتیاز ورکولو سره ننګولې ده، کله چې د زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکا له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې، خو افغان حکومت یې ګوښې ته پرېښوود، آن تر دې چې د افغانانو له هیلو او غوښتنو سره په ټکر کې یې له هغوی سره اړیکې پاللې دی؟!

امریکا له طالبانو سره په دوحه کې تړون کړی، چې دا له افغان حکومت سره د ملګرتیاوو او له ترهګرۍ سره د مبارزې له ارزښتونو سره په ټکر دی، افغان حکومت له همدې امله له د امریکا له نوی ولسمشر څخه غوښتنه کړې، چې دغه تړون لغوه کړی، ځکه د هغه تړون له مخې امریکا په افغانستان کې طالبانو ته لاره پرانیستله، چې په ډاډه زړه د افغانانو پرضد جګړې ته دوام ورکړی. دغه حالت د دې سبب شو، چې د سولې لپاره تر لاسه شوی فرصت وننګوی، اوس د جګړې شدت لا نور هم سخت شوی او آن د هغه تړون پر بنسټ د افغان حکومت له خوا خوشی شوی زرګونه طالبان بېرته جګړې ته ستانه شوی دی!

د دې ترڅنګ طالبان هم د امریکا له نوې ادارې غواړی، چې ګنې د پخوانی تړون پر تله او نرخ ورسره معامله وکړی، هغه معامله چې خپله په امریکا کې هم تر پوښتنې لاندې ده، هغه معامله چې طالبانو هېڅ ورته درناوی هم نه دی کړی او هغه معامله چې له امله یې د امریکا په لاس د سولې لپاره جوړ شوی فرصت هم ننګولی دی!

اوس هم د امریکا نوې اداره رامنځته شوې او هم د سولې پر ځای برعکس جګړې زور اخیستی دی، خو لا هم د سولې فرصت شته او هغه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی، له همدې امله باید دغه فرصت په ښه توګه وکارول شی، په دې مانا طالبانو ته هم افغان ولس، هم افغان حکومت او هم د سیمې او نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه ملګری ملتونه وړاندیز کوی، چې په همدې مهم فرصت کې لومړی اوربند وکړی او بیا په قوی او پیاوړې اراده د سولې لپاره مذاکارت پیل کړی! طالبان باید دا هر څه په ښه توګه درک کړی، د نن ورځې ملی او نړیوالې غوښتنې ومنی، له جګړې لاس واخلی او پر واقعیتونو نورې سترګې پټې نه کړی. که طالبان د بیا واکمنېدا هیلې لری او یا هم په دې اړه د امریکا پلاوی کومه غوړه وعده ورکړې وی، خو نن افغان ولس او نړۍ د هغوی حکومت نه غواړی، له همدې امله تېر کال ولسمشریزې ټاکنې وشوې او د افغانستان جمهوری نظام ننګه وشوه، نړیواله ټولنه همدا نظام غواړی او د بل نظام راوستل نه ملت ته د منلو دی او نه هم نړیوالې ټولنې ته. خپله امریکا هم د جمهوریت او اوسنی په سختۍ جوړ شوی نظام پلوی کوی. امریکا له افغان حکومت سره نه یوازې ستراتیژیک، بلکې امنیتی او دفاعی تړونونه هم لری، ناټو هم له افغان حکومت سره امنیتی تړون لری، اروپایی ټولنه خو له جهوریت پرته بل هېڅ نظام نه شی منلی!

دې ټولو ته په کتو سره باید له وینې تویولو ډډه وشی او طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شی. له دې پرته هم افغان حکومت او هم نړیواله ټولنه د طالبانو له دریځه په تنګ شوی او نور د هغوی جنایتونه نه شی زغملی.

ممکن است شما دوست داشته باشید