روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې لپاره عادلانه او عاقلانه هڅې

په افغانستان کې روانه جګړه که د هر چا پر مټ او د هر چا په مقابل کې دوام مومی، ګټه یې د ښمن ته رسېږی، امنیتی او دفاعی ځواکونه هم افغانان دی او طالبان هم د همدغه ملت بچیان دی، د دواړو لوریو وژنه افغان وژنه ده او دښمن ته دواړه یو دی، پر دواړو دښمن خوښ دی او د دواړو په جګړه کې دښمن خپله ګټه لټوی.

په همداسې حال کې ولس لږ تر لږه خپل واک او اختیار ازمویلی یعنې ټاکنو ته یې دانګلی او د ټاکنو پر سر بېلابېلو سیاسی مشرانو سیالۍ کړی او په دې سیالۍ کې یې د ملت د غم خوړلو لپاره طرحې جوړې کړې دی، همدا ده، چې ملت ته لږ څه موقع برابره شوې، چې په ټاکنو کې تجربه ډېره کړی او بالاخره د ټاکنو پر اصلی معیارونو خپل مشران وټاکلی شی. دا دود او دستور اوس په ګرده نړۍ کې عام شوی او د اسلام دین هم ورسره کوم ټکر نه لری. نړیواله ټولنه هم د افغانانو لپاره د مشرۍ او حکومت همدا معیار غوره بولی او ترې ملاتړ کوی.

اوس چې د سولې په بدل کې طالبان یو څه او  امریکا او نور د افغانستان دښمنان  او سیالان بیا بل او بل څه غواړی،دا ټول د افغان ولس له ارادې  سره په ټکر کې غوښتنې دی، یعنې امریکا یوه طرحه وړاندې کړې، چې ګنې مؤقت حکومت دې رامنځته کړای  شی، خو ملګرو ملتونو، نړیوالې او اروپایی ټولنې یې مخالفت کړی، طالبان هم د مؤقت حکومت پر راوستو خوښ نه دی، خو په بدل کې یې افغان ولسمشر بله طرحه وړاندې کړې، چې په رسنیو کې لاس په لاس شوې ده، د ولسمشر په دې نوې طرحه کې د اوربند، د سولې ، د حکومت او دغه راز له وخته مخکې د انتخاباتو وړاندیز کړی دی. یعنې ولسمشر بیا هم قربانۍ ته حاضر شوی او د خپلې قانونی دورې له بشپړېدا وړاندې ټاکنو ته درومی،  ولسمشر محمد اشرف غنی «پلان لری» چې په را روانو شپږو میاشتو کې د «جمهوری ریاست لپاره نوی انتخابات» اعلام کړی.

 او ولسمشر به د ترکیې په کنفرانس کې دا طرحه وړاندې کړی. له هغې مخکې او د دې طرحې له منل کېدو سمدستې  وروسته به د اشرف غنی‌ اوسنی روان حکومت د سولې د حکومت په نوم خپل کار ته تر انتخاباتو پورې دوام ورکړی.

د سرچینو په خبره طالبان له  انتخاباتو مخکې تر یوه مېکانېزم لاندې د سولې د حکومت غړی کېدای شی. طالبانو ته به وزارتونه او ریاستونه ورکړل شی او جنګیالی به یې د افغان ځواکونو په لیکو کې ورګډ شی او په دې اړه هم خبرې کېدای شی چې طالبانو ته په ملی شورا او حکومت کې څومره ونډه ورکول کېدای شی.

سرچینه دغه راز دا هم زیاتوی چې ولسمشر غنی دا وړاندیز هم کړی چې په وختی ‌کېدونکو انتخاباتو کې به نه دی کاندیدېږی او نه به هم د ده مرستیالان، امرالله صالح او سرور دانش.

خو ولسمشر غنی له هر هغه حکومت سره مخالفت کړی چې په غیردیموکراتیکه طریقه واک ته رسېږی.

طالبانو له ځنډ پرته د دې طرحې مخالفت کړی دی، دوی وایی، چې ګنې معامله له امریکا سره کوی اوله امریکا سره یې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې باید امریکا بهرنی ځواکونه له افغانستانه وباسی، خو طالبانو خپله د هغې هوکړې پر ژمنو عمل نه دی کړی او امریکا په دې شرط د خپلو پوځیانو د ایستلو ژمنه کړې وه چې طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کړی، اوربند وکړی او د سولې لپاره چمتو شی. اوس چې داسې نه دی شوی او طالبانو د خپلو شپږو زرو زندانیانو له ازادولو سره سره جګړه تېزه کړې او له القاعده سره یې اړیکې شته، نو امریکا نه غواړی، چې په دغه راز حالت کې افغانستان پرېږدی!

د امریکا د سنا جرګې د وسلوالو خدماتو د دفاعی کمېټې مشر ادام اسمېت هم له رسنیو سره په خبرو کې وېیلی، د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې د مې له  لومړۍ نېټې وروسته یې هم سرتېری په افغانستان کې حضور ولری.

که فکر وشی، نو په دغه راز حالت کې د ولسمشر غنی اوسنۍ طرحه سمه او معقوله ده، له دې پرته د هر بل جوړښت او پر ملت د حکومتونو تپلو مسئله ستونزمنه ده او دا ملت لا نور هم د بحران خوا ته بیایی. نړیواله ټولنه باید په دې کې مرسته وکړی او حالت سم کنټرول کړی، اوسنی سیاسیون هم باید د خپلو ګټو پر ځای د ملت ګټې په پام کې ونیسی، ملت اوس د ښې راتلونکې پر لور رهبری شوی او د خپل مشر د ټاکلو واک ورکړ شوی دی، دغه ارزښت باید وساتل شی او درناوی ورته وشی. له دې پرته بله معقوله لاره نشته!

ممکن است شما دوست داشته باشید