روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې لپاره د قطر په مذاکراتو کې پرمختګ

په دوحه کې افغان مذاکراتی پلاوی وایی، چې دمګړۍ د سولې بحثونه پر سم لوری روان دی. د دغه پلاوی غړې فوزیه کوفی وایی :سره له دې چې پر ځینو مسایلو تر وخت مخکې خبرې پیل شوې، خو بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات هیله بخښونکی روان دی او د دې تمه شته چې ژر په رسمی توګه پر اجنډا بحثونه پیل شی. کوفی وایی: خلک اندېښنه لری او په تمه دی، چې ژر د مذاکراتو او روانو بحثونو پایله ووینی، خو په خبره یې حوصله په کار ده او افغان جګړه بنسټیزې خاتمې ته اړتیا لری. د افغان حکومت د مذاکراتی پلاوی دغه غړې د خبرو او مذاکراتو بهیر مثبت ارزوی او تمه ښیی، چې ژر به دواړه لوری د اختلافونو پر ختمولو هم بریالی شی. تر دې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم د اختلافاتو د ژر ختمېدو خبر ورکړی و. د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې مرکچی پلاوی له ښځینه غړیو فوزیې کوفی، حبیبې سرابی، فاطمې ګیلانی او شریفې زرمتۍ سره هم کتلی دی. په دې لیدنه کې د مرکچی ټیم دې غړیو د افغان ښځو له حقونو د دفاع تر څنګ د روانې جګړې پر پای ته رسېدو او د ټولو افغانانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
خلیلزاد له طالب پلاوی سره هم کتلی دی، هغه وایی :د دوی بریالیتوب د افغانستان بریالیتوب دی او امریکا یې ترڅنګ ولاړه ده.موږ د سولې لپاره د قطر په روانو هڅو کې د دغه پرمختګ تود هرکلی کوو، په دې هیله چې دا پرمختګ نور هم ګړندی شی او لږ تر لږه په افغانستان کې د وینو تویولو لړۍ بنده کړای شی! افغان پلاوی د همدې لپاره په دوحه کې انتظار باسی، چې له طالب پلاوی سره یوې همداسې هوکړې ته ورسېږی، منو چې اختلافونه شته او دا به خپل وخت وغواړی، دا د وخت خبره ده او جګړه هم ډېرې ژورې رېښې لری، د دې ژورو رېښو راسپړل او بیا وچول هم څه اسانه خبره نه ده او نه هم دا کار په یوه یا دوو  میاشتو کې کېدای شی، خو دلته خبره د سولې د مذاکراتو ده، دا مذاکرات باید پیل شی، ځکه د تېرې سپټمبر په دوولسمې دا لړۍ پرانیستل شوې، خو لا هم د دواړو مرکچی پلاویو ترمنځ د سولې پر سر خبرې نه دی پیل شوې، یوازې او یوازې د خبرو پر څرنګوالی بحثونه کېږی، هغه هم د دې ډلو د تماس ټیمو ترمنځ.

خو د اوسنی پرمختګ خبره په داسې حال کې مطرح کېږی، چې د سولې په چارو کې د امریکا څانګړی استازی بیا هم قطر ته تګ ته اړ شو، ځکه همدا د مذاکراتو د نه پیلېدو مسئله وه، چې باید په کې نرمښت راولی، داسې ښکاری، چې خلیلزاد په قطر کې د دې مذاکراتو د پیل جدی غوښتنه کړې او څه ناڅه د پرمختګ لامل هم شوې ده، په اصل کې امریکا ښایی فشار راوړی وی، چې د مذاکراتو بندې لارې پرانیزی او په اختلافی ټکیو کې توافق ته سره نږدې شوی وی! خو هر څه چې وی، هغه باید مثبتې خوا ته د قطر مذاکرات رهبری کړای شی! یعنې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د خبرو لړۍ ګړندۍ کړی او داسې پایله ورکړی، چې په افغانستان کې د سولې لپاره ګټوره تمامه شی، ځکه ولس او نړیواله ټولنه په دې اندېښنه کې ده، چې ولې د قطر خبرو له درېـیو اوونیو وروسته هم مهم پرمختګ نه دی کړی؟ دا چې اوسنی نسبی پرمختګ مهم بلل کېږی، نو ډېر پرمختګ خو بیخی د ولس هیله ده، چې بیا به په طبیعی توګه ډېر مثبت احساسات په ځان پسې ولری!

د اوربند مسئله ډېره حساسه او ډېر مهمه ده، چې باید پرې هوکړه وشی، اوربند نه یوازې د افغان حکومت غوښتنه ده، بلکې دا د ملت او نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده، ځکه په جګړه کې ملت قربانی ورکوی او ملت نور د دې وس او زغم نه لری، طالب ډله دې په دغه ټکی پوه شی، چې په دې کې د ملت زړه خپلولی شی او نن ښه فرصت دی، چې د ملت او نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم په دې اړه تر هر څه وړاندې او ژر تصمیم ونیسی!همدا راز اوربند د طالبانو په ګټه هم دی، ځکه په جګړه کې بریا ناشونې ده او د دې جګړې دوام خپله د طالبانو په زیان هم دی! یعنې اوربند د ملت او نړیوالې ټولنې تر څنګ تر ټولو لومړی طالبانو ته ستر ارزښت لری، چې ویې کړی او د خپلو افرادو ژوند وژغوری! موږ وینو، چې نن دلته موټربم ملکی وګړی وژلی، سبا هلته یوې حملې طالبانو او افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو زیان په کې تر ټولو ډېر افغان ولس ګالی. د دغه زیان د مخنیوی لپاره د قطر خبرې باید پرمختګ وکړی او د ملت لپاره ډېره ژر غوره پرېکړه وکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید