روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې لپاره د امریکا استازی بیا پر سفر وتلی!

د امریکا او طالبانو له خوا په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره له تړونه دوې میاشتې تېرېږی، خو سوله څه چې اوربند هم نه دی شوی!؟ بلکې برعکس د سولې تړون مات شوی دی. طالبانو خو په دې برخه کې د ملت او نړیوالې ټولنې غوښتنې هم ونه منلې، له طابانو غوښتنه دا وه، چې د مبارکې روژې په پار او دغه راز د کرونا وبا په لړ کې اوربند و کړی، چې ملت لږ ارام شی او په اوربند کې روژه ونیسی او دغه راز د کرونا ویروس په ضد د مبارزې لپاره امنیتی خنډونه لرې شی، دغه راز افغان حکومت له طالبانو جلا غوښتنه وکړه او تر څنګ یې د طالب بندیانو د خوشی کولو لړۍ پسې پراخه کړه، خو بیا هم طالبانو جګړه ونه دروله؟ امریکا هم په دې کې پړه بلل کېږی، چې له طالبانو سره یې په تړون کې یوازې دوی ګټه وکړه او پر طالبانو یې ومنله، چې امریکایی تاسیساتو او ځواکونو به بریدونه نه کوی! خو افغان ځواکونه تر سختو بریدونه لاندې راغلی، ترهګر بریدونه شوی او ملکی وګړیو ته په کې سخت زیانونه اوښتی دی. په دغه راز حالت کې امریکایی لوری تر نیوکې لاندې راغلی دی! د دې نیوکې پر مهال د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد سیمې ته پر بل سفر وتلی دی، داسې ویل کېږی، چې ګنې امریکا پر طالبانو په غوسه شوې ده او د دې غوسې پیغام یې د خپل استازی په لاس هغوی ته لېږلی دی. دغه استازی په قطر کې له طالبانو سره کتلی دی. بیا هند ته ستون شوی دی. هند ته د سفر پر مهال وړمه ورځ پنجشنبه « د غویی ۱۸» د هند بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر او د ملی امنیت له سلاکار اجیت دووال سره په نوی ډیلی کې کتلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې وایی خلیلزاد په دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د واشنګټن د هڅو په اړه معلومات ورکړی. د بیان له مخې په کتنه کې ټینګار وشو چې د ترورېستانو د خوندی ځالو له‌منځه وړل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ضروری دی. په بیان کې راغلی چې امریکا له افغانستان سره د بیارغونې، اقتصادی ودې او په بشری برخو کې د نوې ډیلی مرستې ستایی او په افغانستان کې د دایمی سولې، امنیت او ثبات په ټینګښت کې د هند ونډه مهمه بولی دا هغه څه دی، چې د طالبانو ملاتړی پاکستان یې نه شی زغملی. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت وایی چې نوی ډیلی په افغانستان کې د تاوتریخوالی د زیاتېدو له کبله ژوره اندېښنه لری او ځکه نو په دغه هېواد کې د اوربند د طرحې ملاتړ کوی. په بیان کې دا هم ویل شوی چې هند له افغانستان سره د کرونا ویروس د سرایت له کبله په راغلی حالت کې د خوړو او طبی وسایلو مرستو ته دوام ورکوی. ښاغلی خلیلزاد له دې وړاندې په قطر کې له طالب استازیو سره اوږدې خبرې کړې او د تاوتریخوالی کمول او اوربند، لکه څرنګه چې نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې ، د ‘کووېډ-۱۹’ ناروغۍ پر ضد د مبارزې د ښه مدیریت لپاره د چارو د ښه سمون امکان برابرولو لپاره یې له طالبانو غوښتنه کړې. خلیلزاد ویلی: موږ پر اورکم، د بشری چارو لپاره اوربند هماغسې چې نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې،چې په افغانستان کې د COVID-19 وبا د اداره کولو لپاره غوره همکاری وشی… ښاغلی خلیل‌زاد په یوه بل ټویټ کې ویلی چې له دواړو خواوو د بندیانو د تبادلې د بهیر چټکول، د امریکایی وګړی مارک فری ریچس د خوشی کولو لپاره لازم اقدامات، د بین‌الافغانی خبرو ژر تر ژره پیل او د افغانستان د سولې پروسې ته د سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ جلبول نور هغه مسایل دی چې بحث پرې وشو. خلیل‌زاد لیکلی چې له پاکستانی لوری سره هم په دې اړه وینی.وبه لیدل شی، چې ددغه سفر پایله له تمې سره سمه را وځی، که څنګه. خو طالبان له فشار پرته سوله نه کوی، د خلیلزاد په دغه سفر کې د ترهګرۍ ځالو له منځه وړلو مسئله مهم او د پام وړ ده، چې هم یې له طالب استازیو او هم یې له هندی لوری سره مطرح کړې ده، په پاکستان کې هم ښایی دا مسئله مطرح شی، خو باید دا د مهمې مسئلې په توګه ستر لومړیتوب وبلل شی او امریکا، ناټو او نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ د ځالو له منځه وړلو ته مخه کړی، چې له ترهګرۍ سره د طالب رابطه وشلېږی، همدا رنګه پر طالب او د طالب پر ملاتړی لوری پاکستان فشار راوړل شی، له دې پرته د امریکا اوسنۍ معاملې بې ځایه دی او د سولې لپاره کومه پایله نه شی لرلی!

ممکن است شما دوست داشته باشید