روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سولې د برخې فعالین: د حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی وضعیت د سولې فرصت ضایع کوی

 د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی وضعیت او منفی تبلیغات د سولې فرصت ضایع کولی شی.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو له شدت سره هممهاله د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ناندرۍ او د یو بل پر ضد تبلیغات هم اوج ته رسېدلی دی.د سولې د برخې فعالین وایی چې د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو له پیل سره هممهاله منفی تبلیغات د سولې فرصت ضایع کولی شی.پخوانی طالب چارواکی او د سولې د برخې فعال سید اکبر اغا وایی طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې د جګړې پر ځای دې د سولې لپاره نرمښت وښیی او مذاکرات دې یوې پایلې ته ورسوی. هغه زیاتوی په منفی تبلیغاتو او جګړې سره د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا کمزوری کېږی چې ښایی د سولې لپاره د افغانانو هیلې ختمې کړی.هغه پر طالبانو او حکومت دواړو غږ کوی چې ملت ته دې د درېیمګړی په توګه مراجعه وکړی او د ملت له منځ دې پیاوړی او خیر خواه کسان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې لپاره بنسټیزې او پیاوړې هڅې پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید