روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سوداګر: د افغانستان جلغوزی دې نورو هیوادوته هم صادر شی

 په خوست کې د جلغوزیو سوداګر وایی، که حکومت یې حاصلاتو ته نړیوال بازار پیدا نه کړی، نو د تېر کال په څېر به یو ځل بیا له سخت مالی زیان سره مخ شی. دوی وایی: سره له دې چې تېر کال د افغانستان زرګونه ټنه جلغوزی د هوایی دهلېز له لارې چین ته صادر شوی، خو لا هم د تېر کال جلغوزی تر اوسه له دوى سره پاتې دی. په ورته وخت کې، د خوست د جلغوزیو سوداګر او کروندګر وایی، چې د نورو کلونو په پرتله یې سږ کال حاصلات د طبیعی افتونو له امله کم شوی دی. د خوست د سپېرې ولسوالۍ د جلغوزو سوداګرو وویل چې سږ کال یې د شاوخوا اوو میلیونو پاکستانی کلدارو معادل جلغوزی پېرلی دی. دوی وایی ،چې تېر کال د لارو د نشتون له امله د دوی ډېر جلغوزی لا هم په کور دننه پاتې دی او زیاتوی، که سږ کال هم ورته حالت تکرار شی، نو سخت مالی زیان به ووینی.

ممکن است شما دوست داشته باشید