روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سوداګرۍ وزارت له سیمې هیوادونو سره نوی سوداګریز تړونونه کوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د خوراکی توکو او نفتی موادو د بیو راټیټولو په موخه له قزاقستان، ایران او ترکمنستان سره د نویو هوکړه لیکونو د لاسلیک هوډ لری. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایی، له روسیې پېرل شوی غنم او نفتی مواد به په راتلونکو اوونیو کې کابل ته راورسېږی. له بل لوری د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی: د هېواد پر بانکونو د لګول شویو محدودیتونو له امله له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې بهیر ټکنی شوی دی. پر افغانستان لګول شویو بندیزونو هېواد ته د چاپ شویو بانکنوټونو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی. د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رئیس له یوې امریکایۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلی، افغانستان په ۲۰۲۰ م کال کې د افغانیو د چاپ لپاره له پولنډ سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، خو د جمهوری نظام له نسکورېدو وروسته هېواد ته د چاپ شویو بانکنوټونو د لېږد بهیر هم ودرول شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید