د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
وروسته له هغې چې د چابهار بندر او افغانستان ته د اورګاډی د پټلۍ غځول د امرىکا له لوری پر اىران د بندىزونو له لېسته مستثنى اعلام شول د افغانستان د سوداګرۍ او صناىع خونې چارواکی وایی: دا مسئله د افغانستان د سوداګرۍ په وده او پراختىا کې مهمه ونډه لری.د دغه خونې د نړىوالو اړىکو ریىس اذرخش حافظی وایی: د اورګاډی د پټلۍ غځول به د اقتصاد په برخه کې د افغانستان ستونزه تر ىوه حده هواره کړی.ښاغلی حافظی ووىل: دا ىو پر ځاى او د افغانانو پر ګټه ګام دى.ښاغلی حافظی زىاته کړه: (( د افغانستان د سوداګرۍ او صناىع خونه له هر هغه ګامه هرکلى کوی، چې د افغانستان پر ګټه وی، امرىکا پهدې پوهېږی چې افغانستان د ىو متحد ستراتېژىک په توګه په داسې ىو حال کې دى، چې په دغه هېواد کې نىابتی جګړه روانه ده .)) نوموړی ووىل: چابهار بندر د سوداګرۍ په ځانګړی ډول هندوستان ته د معدنی موادو د لېږد رالېږد لپاره د پام وړ اهمىت لری.دا پهداسې حال کې ده ،چې د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ماىک پامپىو په اىران کې د هند پرمختىاىی پروژه د چابهار بندر په اىران د بندىزونه نه مستثنى اعلام کړى ، چې له امله یې د افغانستان له اقتصادی ودې سره مرسته وشی.له چابهار بندر نه تر افغانستانه د اورګاډی د پټلۍ غځول به هم د بندىزونو نه مستثنى وی ، چې افغانستان ته پرې د خوراکی موادو او درملو لېږل ممکنوی.د امرىکا متحدو اىالتونو د نومبر په پنځمه پر اىران نوی بندىزونه اعلام کړل.د چابهار بندر پروژه په ۲۰۱۶ مىلادی کال کې د افغانستان، اىران او هند له لوری ګټې اخىستنې ته وسپارل شوه، چې د افغانستان د ټرانزىټ لپاره ىوه مهمه پروژه ده.تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صناىع خونې وىلی، د افغانستان او اىران ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۱ عشارىه دوه مىلىارده ډالرو ته رسېږی.که څه هم د اقتصادی چارو کارپوه خان زمان مدبر د امرىکا دغه ګام ستاىی، خو وایی که د دې پلان عملی کېدو لپاره قوی سىاسی اراده موجوده وی د افغانستان پر اقتصادی وضعىت مثبت اغېز کوی.نوموړى وایی: ((که دغه څرګندونې عملی بڼه ولری او د ىو شعار تر کچې نهوی او څه چې وىل کېږی عملی شی او هغوى قوی سىاسی اراده ولری، موږ ډاډه ىو ، چې دا به د افغانستان پر اقتصادی وضعىت د پام وړ مثبت تاثىرات ولری.)) ښاغلى مدبر وایی: د چابهار بندر له پراختىا سره به د افغانستان اقتصاد او د ټرانزىټ پراختىا لپاره ډېرې آسانتىاوې برابرې کړی او افغانستان ته به د صادراتو زمىنه هم برابره کړی.
ناجىه ساپۍ