د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اسلامی همکاریو سازمان د مشرانو څوارلسمه غونډ وړمه شپه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په ګډون د مکې غونډه: (( یوځای د راتلونکی پر لور)) تر عنوان لاندې په سعودی عربستان کې و شوه.په دې غونډه کې چې د مکې مکرمې په صفا ماڼۍ کې جوړه شوه، د جمهوررییس غنی په ګډون له سوریې پرته د اسلامی همکاریو سازمان د ۵۷ غړیوهېوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو حضور درلود.کنفرانس ته د ورتلو پر مهال د حرمین الشریفین خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز د جمهوررییس غنی هرکلی وکړ او د سعودی عربستان پاچا په خپله وینا د اسلامی همکاریو سازمان د مشرانو څوارلسمه غونډه رسماً پرانیسته.
هغه د اسلامی هېوادونو دولتونو او حکومتونو مشرانو او ټولو ګډون کوونکو مقاماتو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اړتیا ده چې له افراطیت او تروریزم سره د مقابلې په برخه کې چې نړۍ، سیمه او اسلامی نړۍ یې له ګواښ سره مخ کړې ګډ او متحد دریځ ونیول شی او د مالی سرچینو د وچولو په برخه کې یې باید لازم میکانیزمونه تر لاس لاندې ونیول شی.د سعودی عربستان پاچاڅرګنده کړه: تروریزم آن د روژې په مبارکه میاشت کې هم زموږ سیمې ته زیان ورساوه. ده زیاته کړه: سعودی عربستان د خیریه مرستو له لارې د اسلامی نړۍ اړمنو ته د مرستې په برخه کې ژمن دی. اعلیحضرت ملک سلمان وویل: د اسلامی همکاریو سازمان په جوړښت کې بدلون او اصلاحات او د هغه انکشاف یوه اړتیا ده،چې هغو ننګونو ته چې زموږ ولسونه په سیمه او نړۍ کې ورسره مخ دی رسیدګی وکړی.د جمهوررییس غنی د یادداشت بشپړ متن چې د اسلامی همکاریو سازمان ته یې سپارلی، وروسته خپرېږی.