روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سرکشانو او واکمنانو له د سیسو څخه ساتنه

داولې؟ ځکه هغه په الله ج باندې توکل او بروسه وکړه ، الله ج وایی:

(( خیر! الله ج غوره ساتونکی او له ټولونه ډېر رحم کوونکی دی))

کله چې عبدالله بن علی عباسی د مشق فتح کړ، په یوه ساعت کې یې یولک او دېرش ( ۱۳۰۰۰۰) مسلمانان ووژل . کچر او آسان یې لوی اموی جامع مسجد ته ننوېستل . بیا د خلکو لپاره کېناست او وزېرانو ته یې وویل : آیا اوس به څوک زما مقابله د مخالفت وکړی هغوی وویل نه . ده وویل: آیا اوس تاسو داسې څوک وینئ چې ژر پر ما اعتراض وکړی؟

هغوی کډه : که وی امام اوزاغی ـ رحمه الله ـ به وی . امام اوزاعی رحمه الله ـ د حدیثو سترمحدث او امام دی . چې ابوعمدویې کنیه ده ذاهد، عابد او د نجاری او مسلم له راویانو څخه و. نو هغه ( عبدالله بن علی ) وویل: هغه داولئ ، لښکر روان شو، څواوزاعی، رح ـ راولی، هغوی ورغلل اما هغه له ځایه ونه ښورېیده. دوی ( لښکریانو) ورته وویل: عبدالله به علی ناغواړی، هغه وویل: الله ج زمونږ بس دی هغه ښه کار جوړونکی دی) ماته لږ انتظار وکړئ. راړغسل یې وکړ او له جامولاندې یې کفن واغوست ځکه دی پوهېده چې مساله سورـ مرګ دی، وژل دی ۱۰۰ ووینې دی. بیایې له ځان سره وویل: راوزاعی!) اوس ددې وخت راغلی چې د حق وینا وکډې، د الله ج ددین لپاره د کوم ملامتی ویونکی له ملامتی څخه مه وېرېږه ، نو دی بیا دې ظالم دیکتاتور واکمن ته ورننوت . امام اوزاعی – رح – وایی او داسې کیسه کوی: د کله چې زه دننه ورغلم ، که ګورم پوځونه دوه صفه ( کتاره ) ولاړدی. هغوی تورې له تیکو وېستلې زه هم له تورولاندې ورغلم ، څو هغه ( عبدالله بن علی ) ته ورورنېدلم ، هغه پرتخت کېناست په لاس کې یې نېزه وه ،له قهر او غوسې نه یې ټنډه تریو نیولې وه. د امام وایې په الله قسم چې له هغه پر  ته بل معبود نشته ! کله چې نوموړی یعنی عبدالله به علی ولیده نو دماشی غوندې راته ـ وبرېښېده د الله جل جلاله زمونږ بس دی هغه ښه کار جوړونکی دی ) امام وایی: نو په دې وخت کې زما هیڅوک هم په یادونه ، نه خېلخانه ، نه مال او نه خپله مېرمن بس یوازې د رحمت الله ج عرش چې په یادو امام وایی: نو هغه سترګې زما خوا راپورته کړې ، ماته خورا سخت په قهر و په هغه باندې یوازې الله عزوجل ښه پوه دی . ماته یې وویل :اې اوزاعی ! مونږ چې کومې نوی کډې او وبهولې، نو په دې اړه څه وایې ؟ امام وایی ما ورته وویل: ( حد ثنا فلان حد ثنا ابن مسعود ـ رض ـ ان رسول الله صلی الله علیه وسلم ـ قال : (( لاحیل دم امرئ مسلم یشهد ان لاالاالا الله وایی رسول الله الا با حدی ثلاث : الثیب الزانی، والنفس بالنفس ، والتارک لدینه المفارق للجماعه::

ژباړه : مونږ ته پلانی حدیث بیان کړ ( هغه ) وایی مونږ ته ابن مسعود ـ رض ـ حدیث بیان کړ، بېشکه رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ وویل: (( دیوه مسلمان سړی وینه تویول نه دی دوا ( څو هغه شاهدی وایی چې له یوه الله جل جلاله ـ پرته بل معبود نشته اوزه الله ج رسول یم. خوله دریو صورتونو څخه په یوه صورت کې رواکېږی ( ۱) بوډا زناکر ( یعنې دواده والاچې ـ زنا وکړی او دحد شرحونه پدې پوره شی ) ( ۲ ) یو نفس  پر بل نفس ( چې یو تن را پورته شی اوبل په ناحقه ووژنی ، نو اسلامی حکومت هغه قاتل وژلی شی) ( ۳ ) اوبل هغه څوک چې خپل دین پرېږدی له مسلمان جماعته پیل شی)) د بخاری ، مسلم، نسایی ،ابو داود، ترمذی او احمد).

اوس که تا پورته یاد شوی اشخاص وژلی وی بیا خو سمه ده او که دیادو صفاتو لرونکی نه وی . نو دهغوی وینې ستا په غاړه کې دی. امام وایی: نو هغه په نېزه زملکه وګدوله ، ماپټکۍ پورته کډه. تورې انتظار چې کاوه) وزیران چې ولیدل چې جامې یې راغونډولې اوله وینو یې پورته کولې، نوهغه ( عبدالله بن علی) وویل : ددې مالونو په اړه ستا دایه څه ده ؟ ( امام وایی) ! ما وویل : که حلال وی حساب لری او که حرام وی عذاب یې شته !!هغه ( عبدالله بن علی)) وویل : دا بټوه واخله ( هغه له سروزروډکه وه) . امام اوزاعی ( رحمه الله ) وایی : ماورته وویل : زه مال نه غواړم نو به دې مهال یوه وزېر وسکونډلم چې مال واخله ځکه نوموړی ستا د قتل لپاره یوه وړه پلمه لتوی ـ ( امام زیاتوی ) بټوه یی واخیستله په لښکریې ووېشله ، څو تشه سوه ویې غورځوله اووت. کله چې ووتلم ومې ویل : ( الله ج زمونږ بس دی هغه غوره کرجوړونکی دی) . ( امام وایی ) مونږ د ننوتلو په ورځ هم همدا ( کلمه ) ویله او کله چې وزوو. هم همداوایو. الله جل جلاله وایی: (( نتیجه داشوه چې داکسان دالله ج په نعمت او لورینه بېرته راوګرځېدل ، چې هغوی ته لږ زیان هم ونه رسېده . او هغوی د الله په خوښۍ ( رض) پسې شول او الله ( ج) د سترفضل څښتن دی )). دآل عمران سورت( ۱۷۴ ) آیت.

له صالحانو څخه یوه تن خپل زوی ته وویل : آیا زه تاته داسې ځواک درونه ښیم چې کله هم ناکام نشې ؟ زوی ورته کډه: هو کې( وښیه ) ! پلارورته وویل : به الله جل جلاله بروسه کوه!

ژباره : محمد علی عظمت

ممکن است شما دوست داشته باشید