روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د سراج العمارت بڼ تخریب شوی ځایونه رغول کېږی

په جلال آباد کې د سراج العمارت تاریخی بڼ تخریب شوی ځایونه د یو ادبی بهیر په مالی مرسته او د ښاروالۍ په همکارۍ رغول کېږی.د هداد په نامه د ادبی بهیر مشر وقار الله زیار رسنیوته ویلی: د سراج العمارت تاریخی بڼ ځینې برخې چې د مختلفو لاملونو له امله تخریب شوی، دوی یې د بیا ترمیم لپاره لاس په کار شوی دی.د نوموړی په خبره، د یاد بڼ د تخریب شویو ځایونو د بیا ترمیم لپاره یې دوه میلیونه افغانۍ ځانګړې کړی،او د جلال آباد ښاروالۍ سره به په همغږۍ رغول کېږی.د هداد ادبی بهیر مشر وقار الله زیاته کړه: (( د هداد ادبی بهیر د جلال آباد ښاروالۍ سره همغږۍ د سراج العمارت بڼ د تخریب شویو ځایونو د بیارغونې لپاره دوه میلیونه افغانۍ ځانګړې کړی، چې په دې سره به د یاد بڼ تخریب شوی ځایونه رغول کېږی او موږ لا په دې هڅه کې یو، چې په دې برخه کې نور کار وکړو.))

په همدې حال کې د جلال آباد ښاروالۍ ویاند بختی جان مراد وایی: د یاد بڼ تخریب شوی سړکونه، ویالې او د برېښنا د ترمیم چارې به نږدې یوه میاشت وخت ونیسی، چې دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځی او سلو کسانو ته به په کې د کار کولو زمینه برابره شی.بختی جان مراد زیاته کړه: (( د جلال آباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د سراج العمارت بڼ ځینې برخې چې تخریب شوې وې، لکه سړکونه، ویالې او د برېښنا مزی او نور ځایونه نو دا به بیا رغول کېږی. د هداد په نامه د یو ادبی بهیر په مالی مرسته او په دې سره به سل بې روزګاره کسانو ته کار هم پیدا شی.»

په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ  ریاست مرستیال امان الله عادل وایی: دوی په دې ولایت کې د تاریخی آبداتو د بیا رغونې لپاره پر یو منظم پلان کار کوی، چې په پلی کېدو سره به  یې تاریخی ځایونه بېرته په پخوانۍ بڼه ورغول شی.

امان الله عادل زیاتوی: (( د سراج العمارت بڼ تخریب شوی ځایونه چې بېرته رغول کېږی دا یو نېک کار دی او موږ د دا شان کړنو ستاینه کوو او همدارنګه د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ  ریاست پر یو پلان کار پیل کړی، چې له مخې  یې په  دې ولایت کې تاریخی ځایونه بیا رغول کېږی او په دې برخه کې پر یو پلان کار پیل شوی، نو تمه لرو چې ددې پلان په پلی کېدو سره به تاریخی ځایونه ورغول شی.))ننګرهار کې د تاریخی أبداتو د ساتنې دا هڅې په داسې مهال کېږی ،چې د خلکو په باور ډېر تاریخی ځایونه او آثار د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.

د سراج العمارت ودانۍ د پخوانی پاچا امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه، خو تېرو جګړو کې د دغې ودانۍ ۳۰ سلنه برخې له منځه تللې وې، د دغې ودانۍ د بیارغونې چارې په ۱۳۹۵ ل کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختیایی بودیجې څخه په ۵۶ میلیونه افغانیو پیل شوې، چې د ۱۴۰۰ ل کال په لومړیو کې یې چارې بشپړې شوې.

 جان آغا صالح

ممکن است شما دوست داشته باشید