روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د زړه لپاره خپل عادتونه بدل کړئ

د زړه حمله د انسان لپاره یوه مرګونې ناروغی ګڼل کېږی، چې په ډېرو مواردو کې انسان ته روغتون ته د رسیدو فرصت هم نه ورکوی. ځینې داسې عادتونه شته، چې که انسان یې خپل کړی د زړه د مختلفو ناروغیو او د زړه د حملې مخه نیولی شی. دلته مو له یو شمېر هغو عادتونو سره بلدوو چې د زړه د حملې خطر له کمېدو یا مخنیوی سره مرسته کوی:

۱- شراب یا الکول مه څښئ یا ډېر مه څښئ.

۲- له سګرېټ څکولو ځان وساتئ او که چېرې په سګرېټ څکولو روږدی یاست د پریښودلو هڅه یې وکړئ.

۳- د ځان لپاره هغه خواړه چې روغتیایی ګټې او ارزښت ولری انتخاب کړئ.

۴- په ورځنی ډول فزیکی فعالیت یا ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۵- د خپل وزن د زیاتېدو مخه ونیسئ او د مناسبې اندازې وزن ساتلو هڅه وکړئ.

۶- کوښښ وکړئ خوشاله ژوند ولرئ او په وړو خبرو ځان مه خپه کوئ.

۷- له سټریش څخه ځان ساتئ.

۸- د شکر له ناروغیو څخه د ځان ساتلو هڅه وکړئ او هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وی باید د زیاتیدو مخه یی ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید