روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د زندانیانو د خوشی کولو لړۍ او د طالبانو سرغړونې

افغان حکومت د طالب زندانیانو د خوشی کولو لړۍ د دې لپاره ډېره پراخه کړه چې د سولې لپاره خپل پیاوړی هوډ یوځل بیا ښکاره کړی او خپله ملت ته روښانه کړی، چې سوله د افغان حکومت ستر لومړیتوب دی او باید په دغه مهم او حساس وخت کې ملت د تل پاتې سولې تر چتر لاندې د باعزته ژوندانه فضا رامنځته کړی! افغان حکومت د طالب زندانیانو د ازادولو لړۍ په داسې حال کې پیل کړه، چې پر طالب پلاوی نیوکې وې، چې دا پلاوی یوازې او یوازې د هغو طالب زندانیانو دخوشی کولو غوښتنه کوی، چې هغوی ته د جګړې او بریدونو لپاره مهم دی او په دې کې ډېرې تجربې لری، یعنې په ګڼ وژوونکیو ترهګریزو بریدونو کې ښه ځلېدلی او یا دا چې ښه جنګیالی او یا د جګړې ښه رهبری کوونکی دی، پر دغه پلاوی بله نیوکه دا هم وه، چې له ځانه سره یې د پاکستانی ملېشو د ازادولو لېست راوړی دی، هغه پاکستانی ملېشه چې د طالب په جامه کې د افغانانو پرضد جګړه او ترهګریزو بریدونو کې نیول شوی دی، دا مسئله ځکه د پام وړ ده، چې پاکستان د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړې ته لا پسې زور ورکوی او د طالب، داعش ، ترهګر او یا القاعدې  په نامه خپل ملېشه را استوی او د افغانانو پرضد مخامخ جګړه پر مخ وړی. په دغه راز حالت کې افغان حکومت تشخیص کړه، چې دغه زندانیان باید په اوس وخت کې ازاد نه شی او یا په خپله سزا ورسول شی، افغان حکومت له همدې امله له راغلی طالب پلاوی سره هوکړې ته ونه رسېد، بلکې د خپلو افغان طالب زندانیانو د ازادۍ لړۍ یې پیل کړه او هغه هم داسې مهال، چې دغه پلاوی له کابله بېرته غوښتل شوی و او دا چې د هغوی دا غوښتنې ونه منل شوې، د هغوی له تګ سره سم افغان حکومت د طالب زندانیانو د ازادولو لړۍ پیل کړه او په لومړۍ ورځ یې ۱۰۰ دغه زندانیان ازاد او بیا یې دا لړۍ لا پسې وغځوله چې تر اوسه یې ۳۶۰ دغه زندانیان خوشی کړی او خپلو کورنیو ته ستانه شوی دی، له هغوی داسې ضمانت هم اخیستل شوی، چې بیا به جګړې ته نه ستنېږی. په مقابل کې طالب ډلې هېڅ خپله ژمنتیا نه ده په ډاګه کړې او تر اوسه یې کوم زندانیان چې د افغان ځواکونو یا د حکومت د مامورینو په نامه خوشی کړی، ټول ملکی وګړی دی! د دې ترڅنګ طالبان جګړه او بریدونه لا پسې پراخ کړی او دې ناوړې کړنې نه یوازې د سولې لپاره فرصتونه ننګولی، بلکې له امریکا سره یې د سولې لپاره هوکړه هم تر پوښتنې لاندې را وستې ده، له همدې امله د امریکا ځانګړی استازی او د ناټو قومندان لومړی قطر ته لاړل او هلته یې د طالب  ډلې له استازیو سره دا اندېښنه شریکه کړه  او بیا پاکستان ته ستانه شول او هلته یې له چارواکیو سره په دې اړه خبرې وکړې، پاکستان ته د هغوی دا سفر په ډېر مهم وخت کې کېږی، ځکه لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، پاکستان په هېڅ توګه په افغانستان کې سولې ته ژمنتیا نه ښکاره کوی او له افغانانو سره یې جګړه، ستر لومړیتوب دی! طالب او نورې ترهګرې ډلې هم د هغوی ملېشې دی، چې باید دا جګړه ورته وکړی او د هغوی د هیلو لپاره له خپلو ځانونو او سرونو هم تېر دی!؟ له پاکستان سره روسیه، ایران او چین هم په دې لوبه کې ملګرتیا کوی، هیله ده چې زلمی خلیلزاد او سکاټ مېلر په زغرده دا مسئله له پاکستان سره مطرح کړې وی، خو ډېر به ګرانه وی، چې هغوی له افغان جګړې لاس په سر کړای شی! همدا لامل دی، چې طالبان پر خپلو ژمنو نشی درېدای او یوازې او یوازې د افغانانو د دښمنانو له غوښتنې سره، باید جګړه وکړی او د دې جګړې د لا پراختیا لپاره خپل مهم زندانی جنګیالیان غواړی. دا هغه څه دی، چې له بده مرغه بیا هم دښمنان پرې د سولې لپاره دغه مهم فرصت له ځنډ او خنډ سره مخامخوی،چې بالاخره په دې بیاکولی شی،چې دغه فرصت په شا وتمبوی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید