روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د زده کوونکو د ذهنی ودې په موخه د پوهنې وزارت روغتیایی پروګرام روان دى

د نجونو دښوونځیوځینې زده کوونکې دوینې له کموالی سره مخ دی، چې دغه ستونزه ددوى ذکاوت اوراتلونکې ته،چې میندې کېږی سخت تاوان رسوی، نودپوهنې وزارت د بدنی روزنې او روغتیاریاست د تعلیمی کال له پیل څخه تروروستی پړاو پورې زده کوونکو نجونو ته دوسپنې اوفولیک اسیدګولیو دوېش پروګرام دوام لری، چې دغه زده کوونکې له صحی ستونزوڅخه وژغورل شی. دهېواد ورځپاڼې خبریال دپوهنې وزارت دبدنی روزنې اوروغتیاریاست دمرکزی زون د روغتیایی ښوونوله لوى مدیر ښاغلی دوست محمد((بېدار)) سره مرکه کړی، چې خپریږی.

پوښتنه: دنجونو دښوونځیو د زده کوونکو دوینې دزیاتولولپاره تاسو دوسپنې او فولیک اسیدوګولو دویش پروګرام  څنګه پرمخ درومی؟

ځواب: دپوهنې وزارت دهېواد په کچه هغه مسوولیتونه، چې دښوونځیو دزده کوونکو په اړه یې لری، که څه هم ، چې په لومړی پړاوکې دعامې روغتیا وزارت دنده ده، خوپه ښوونځیوکې د روغتیایی آسانتیا وو برابرول دپوهنې دیدنی روزنې اورغتیاریاست کاردى. موږ دهېواد په ټولو ښوونځیوکې د روغتیاساتنې پروګرامونه لرو،له دغه پرګرام څخه یو یې دوسپنې اوفولیک اسیدو ګولیو اوونیز وېش دى، چې له پنځم ټولګی څخه تردوولسم ټولګی دنجونو زده کوونکولپاره دى. موږهره اوونۍ دوسپنې او فولیک اسیدو ګولۍ دغو زده کوونکو نجونو ته ددوى دوینې دزیاتولو اودذهنی توان دلوړولولپاره ورکوو. داددې لپاره ،چې نجونې دراتلونکې میندې کېږی. اوس دغه نجونې له یولړ روغتیایی ستونزو سره مخ دی اودوسپنې کموالى ددوى په وینه کې لېدل کېږی. داستونزه ددوى له میاشتینی عادت څخه پیداکېږی. په داسې وخت کې دنجونو دوینې ضایعات ډېر وی اوددې ترڅنګ دوى دچټکې ودې په حال کې وی . له فزیکی پلوه دنجونو وده له پنځم ټولګی تردوولسم ټولګې پورې ډېره چټکه وی.

ده زیاته کړه: هغه صحی سروې ګانې ، چې په افغانستان کې دروغتیانړیوال سازمان ترسره کړې، افغان نجونې ۴۴ سلنه دوینې له کمښت سره مخ وې. ددې لپاره چې په راتلونکې کې ددغوکم خونیو اغېزې په ماشومانوکې روغتیایی اوذهنی قدرت راټیټوی اوهم ددوى قدونه وده نه کوی، نوباید مخنیوى یې وشی. یادشوی درمل له دغو روغتیایی ستونزو څخه مخنیوی کوی. د ښوونځیو په زده کوونکو کې کې یوه ستونزه ، دوینې کموالى دى، چې د منجونو د ودې مخه نیسی، نودعامې روغتیا اوپوهنې وزارتونه دنړیوالو مرستندویو ټولنوپه مرسته، چې دیونسف اداره یې په لومړی قطار کې ځاى لری، دډېرې همکارۍ غوښتنه کوی، موږ داسې تصمیم ونیو، چې ددغې ستونزې دحل لپاره، په هره اوونۍ کې یویو تابلیت دښوونځیو نجونو زده کوونکوته،چې له پنځموټولګیو تردوولسمو ټولګیو پورې زده کړه کوی ووېشو. ددغوتابلیتونو په خوړلو سره په نجونو کې دوینې کموالی ستونزه له منځه ځی. داپروګرام له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې پیل شوى دى. پخوادهېواد په ۱۴ ولایتونوکې دغه پروګرام پلى کېده، خواوس  دهېواد په ۳۴ ولایتونوکې پرمخ د رومی . موږ هڅه اوهاند کوو ، چې دافغانستان ددښمنانو پرضدپه ښوونځیو کې نجونو ته داسې ذهنیت ورکړو،چې دښمنان نه غواړی په افغانستان کې دپوهنې دښه کیفیت لرونکى بهیرمنځ ته راشی، چې زده کوونکی پرمختګ وکړی. له ستونزو اومنفی تبلیغاتو سره سره بیاهم دښوونځیو زده کوونکې درمل ترلاسه کوی. داکار دیونیسف ادارې، دپوهنې او دروغتیا وزارت په همکارۍ دوام لری. موږ زیار باسو، چې دغه پروګرام په منظم ډول پرمخ لاړشی. دنجونوزده کوونکو دروغتیاساتنې پرضد، ددښمن له خوا تبلیغات کېږی، چې دغه بهیر له خنډاوځنډسره مخ کړی. موږ دمطبوعاتو، رسنیو، ملایانو، کورنیو اونورو سرچینو له لارې دغه راز ناوړه تبلیغات شنډوو. موږ غواړو چې دغه ګټور روغتیایی پروګرام په ښه شکل سره پلى شی.

پوښتنه: دښوونځیو دهلکانو زده کوونکو لپاره تاسې څه روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی دی؟

ځواب: موږ په دې برخه کې، ځکه نجونو زده کوونکوته لومړیتوب ورکړی ، چې په میاشتنی عادت کې دوینې له کمښت سره مخ کېږی. دغه ستونزه یو څه په هلکانوکې هم شته ، خودنجونو زده کوونکوپه اندازه نه ده. په هلکانوکې دوینې دکموالی ستونزه دهغوى په وجودکې دکولمودچنجیو شتون دى. موږ وړاندې
میند ازول تابلیتونه دهلکانو په واک کې ورکول ، داوېش هرکال دوه ځله ترسره کېده، خو اوس موږ الندا زول تابلیتونه دغو زده کوونکو ته وېشو. دغه تابلیتونه دچنجیو له فعالیت څخه مخنیوى کوی اوهغه له منځه وړی.

ددغو تابلیتونو په خوړلو سره دهلکانو زده کوونکو دوینې دکمښت  ستونزه حل کېږی.

ښـاغلې بېدارجوته کړه: دپوهنې وزارت دروغتیاریاست ښوونکوته زده کړه اوتریننګ ورکوی، چې  دوى وتوانېږی دغه روغتیایی ګټورې موضوعګانې دښوونځیو له زده کوونکو سره شریکې کړی اوهغوى ته پوهاوى ورکړی. دوینې اوفولیک اسیدوپروګرام، چې دښوونځیو دنجونو زده کوونکو لپاره لرو، هلکان هم ددغه پروګرام لپاره وړدی اوباید ترپوښښ لاندې راوستل شی. ددغه پروګرام دښه پلی کولولپاره، چې کومې مالی ستونزې لرو، دنړیوالو مرستندویو دوستانو سره په اړیکه کې یو، چې دغه پروګرام هراړخیز اوسراسری شی،چې هلکان اونجونې له دغه پروګرام څخه برخمن شی. دمالی ستونزو  د درلودلوله امله دښوونځیو زده کوونکې په لومړۍ کتګورۍ کې دی، چې د دوى ستونزې دهلکانو په پرتله ډېرې دی. دغه درمل دهلکانو اونجونو په ذهنی وده کې ډېر ګټور دی.

پوښتنه: دکابل ښوونځیو دزده کوونکو ستونزه ترکومه بریده حل شوې ده؟

ځواب: کره اودقیق مالومات زموږ په واک کې نشته، خواوس په کابل کې دښوونځیو دزده کوونکو لپاره ۴۴ سلنه صحی اونیمه صحی اوبه شتون لری او دبشپړو صحی کولولپاره یې هلې ځلې دوام لری. په ولایتونوکې دښوونځیو دصحی اوبو اندازه دکابل په پرتله  ټیټه ده. همدااوس په کابل کې د صحی اوبو ستونزه کابو ۵۶  سلنه ده. داسې ښوونځی لرو، چې هغوته هېڅ لاسرسى هم نه لرو. موږ دیونیسف له ټولنې سره په اړیکه کې یو، چې دصحی اوبو دبرابرولولپاره له موږ سره خپلې همکارۍ ته زور ورکړی، دغه اداره له موږ سره همدااوس همکاری کوی، نوموږ غواړو دصحی اونیمه صحی اوبو اندازه له ۴۴ سلنې لوړه کړو چې دښوونځیو دزده کوونکو دلاسرسی کچه صحی اوبوته  لوړه شی.       محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید