روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د زابل اوسېدونکی په دغه ولایت کې د روغتیایی خدمتونو پراختیا غواړی

د هیواد د سوېلی ولایت زابل  یو شمېر اوسېدونکی وایی : د زابل په دولتی روغتون کې ناروغو مراجعینو ته درمل نه ورکول کېږی او ناروغان اړ دی، چې د روغتون د ډاکټرانو ورلیکل شوی درمل له بازاره په پیسو واخلی.

دوی له اړوند ، ارګانونو او د روغتیا په برخه کې له مرستندویو موسسو د یاد دولتی روغتون لپاره د درملو د مرستې غوښتنه کوی.

د زابل  ښار اوسېډونکی خوشال وایی: (( موږ همدا یو روغتون لرو،خو کله چې ناروغان ورولو، درمل نه ورکوی، وایی تاسو درمل له  بازاره واخلئ. موږ دعامی روغتیا وزارت او له موسساتو غوښتنه کوو، چې یاد روغتون ته دې د درملو په برخه کې مرسته وکړی.))

خو د دغه ولایت د مرکز کلات د عمومی روغتون سرطبیب احمد حریفال بیا وایی: د دوی د روغتون د اصولو او امکاناتو له مخې یوازې هغو ناروغانو ته درمل ورکول کېږی،چې په  یاد روغتون کې بستر وی او هغه کسان چې بستر ته اړتیا نه لری، درمل  باید له بازاره واخلی.

حریفال زیاته کړه: (( موږ یوازې هغو ناروغانو ته درمل د روغتون له امکاناتو ورکوو،چې په همدې روغتون کې بستر وی. کوم ناروغان،چې یوازې د ډاکټر د نسخې لپاره راځی او بستر ته اړتیا نه لری، د روغتون د اصولو له مخې درمل باید له بازاره واخلی.))

په همدې حال کې د زابل ځینې نور اوسېدونکی بیا همدا ډول د لرې پرتو ولسوالیو په روغتیایی مرکزونو کې د مسلکی ډاکټرانو د نشتون یادونه کوی.

دوی وایی : د لرې ولسوالیو په روغتیایی مرکزونو کې د مسلکی ډاکټرانو نه موجودیت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

د زابل اوسېدونکی ذبیح الله وایی: (( په  یو شمېر لرې ولسوالیو کې لا هم روغتیایی مرکزونو کې مسلکی ډاکټران نشته ،له همدې امله د ولسوالیو اوسېدونکی له ګڼو ستونزو سره مخ دی.))

خو د دغه لایت د عامې روغتیا مشر مولوی عبدالحکیم بیا وایی په : دغه ولایت کې د تېرو میاشتو په  پرتله په لرې پرتو ولسوالیو کې روغتیایی چوپړتیاوې زیاتې شوی او د دې برخې کیفیت به هم په تدریجی ډول لوړ شی.

عبدالحکیم زیاته کړه: (( زموږ روغتیایی چوپړتیاوې په لومړیو کې یوه اندازه ټکنۍ وې، خو د تېرو څو میاشتو په  پرتله مو اوس ټولو ولسوالیو ته روغتیایی چوپړتیاوې ډېرې شوی او په تدریجی ډول به یې کیفیت هم ښه شی.))

 

ممکن است شما دوست داشته باشید