روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د رېل پټلۍ او برېښنا د نیمګړو پروژو کار به پیل شی

د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء مرستیالانو او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د ملی امنیت شورا له سلاکار او په بهرنی سیاست کې د ولسمشر له ځانګړی استازی عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوی سره کتلی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر آخوند د ازبکستان د ملی امنیت شورا له سلاکار او په بهرنی سیاست کې د ولسمشر له ځانګړی استازی عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوی سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. په دغه غونډه کې د افغانستان-ازبکستان تر منځ پر دوو اړخیزو اړیکو، له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا، د لویو اقتصادی پروژو پر ژر پیل او ګډو همکاریو خبرې وشوې. ښاغلی کاملوف وویل: په افغانستان کې د اسلامی امارت په واکمنېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شوی او د خوښۍ ځای دی، چې د دغو اړیکو له مخې د افغانستان پر اقتصادی بیارغونه او د اقتصادی سیستم پر پیاوړی کولو په ګډه خبرې کېږی. هغه زیاته کړه: تاشکند په راتلونکې جولای میاشت کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوی، چې د اسلامی امارت لوړ رتبه استازی ته هم په کې د ګډون بلنه ورکوی. ملا عبدالغنی برادر آخوند ښاغلی کاملوف ته د نوې دندې مبارکی وویله او د تاشکند له لوری د جوړېدونکی نړیوال کنفرانس هرکلی  یې وکړ او دایې د روابطو د رامنځته کولو لپاره مثبت ګام وباله . دغه راز ملا عبد الغنی برادر آخوند ټینګار وکړ، چې ازبکستان دې ژر تر ژره د ترمز-کابل-مزارشریف-پېښور رېل پټلۍ په ګډون د برېښنا او هوایی چلند په برخو کې د نیمګړو پروژو کارونه بشپړ کړی. په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د لا پراختیا هیله یې وښوده.

د یو بل خبرله مخې:  په بهرنی سیاست کې د ازبکستان د جمهوررئیس ځانګړی استازی او ملی امنیت سلاکار سره د ریاست الوزراء اداری مرستیال کتنه، د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی وړمه ورځ په بهرنی سیاست کې د ازبکستان د جمهوررئیس ځانګړی استازی او د ملی امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوی سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ترانسپورت وزارت سرپرست حمیدالله آخندزاده، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس ملا عیسی ثانی او د وسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمان شرافت هم حضور درلود؛ ښاغلی حنفی د ازبکستان پلاوی ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ مناسبات د ورورۍ او دوستانه وبلل او د دغو مناسباتو د لاپیاوړتیا غوښتونکی شو.د ریاست الوزراء اداری مرستیال زیاته کړه، له ازبکستان سره د افغانستان روابط زموږ لپاره زیات ارزښت لری او هغه غونډې ،چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان اسلامی امارت او د ازبکستان جمهوریت د پلاویو ترمنځ ترسره شوی، ښې پایلې لری.

مولوی عبدالسلام حنفی له افغانستان سره د ازبکستان د بشردوستانه مرستو د مننې ترڅنګ د هغو پر دوام ټینګار وکړ وې ویل، هیله لرم زموږ نننۍ کتنه په ټولو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټوره تمامه شی.په پای کې د ازبکستان د ملی امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوی په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سوداګرۍ او ترانزیټ او وسپنې پټلۍ پروژو د تطبیق په برخو کې د روابطو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دغه راز:   د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل پر ټوېټرپاڼه لیکلی، چې په ازبکستانی پلاوی کې د یاد هېواد د ملی امنیت شورا سلاکار او په بهرنی سیاست کې د یاد هېواد ځانګړی استازی عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د جمهور رئیس ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف شامل وو.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان- ‌ازبکستان په دوو اړخیزو اړیکو، اوسنی وضیعت، د ترانزیټ پر پیاوړتیا او سوداګرۍ خبرې وشوې.عبدالعزیز کاملوف افغانستان امنیت د خپل هېواد له امنیت سره تړلی بللی.ده ویلی، دواړه هېواودونه باید د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ښه ټرانزیټ لپاره یو له بل سره نږدې کار وکړی.کاملوف دغه راز امیر خان متقی ته د جولای میاشتې په وروستیو کې په ازبکستان کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د لوړپوړو استازو ترمنځ جوړېدونکې سیاسی او امنیتی کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.په همدې حال کې امیرخان متقی په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له همکارۍ مننه کړې.متقی ویلی، دوی چمتو دی چې د تجارت وزارت په سرپرستۍ افغان پلاوی ازبکستان ته ولېږی، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تجارت پیاوړی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید