روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د رېل پټلۍ اداره:په یوه اوونۍ کې مو ۶۵ زره ټنه انتقالات کړی

افغان حکومت وایی: په یوه اوونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې ۶۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی. د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلی ،چې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې د بېلابېلو پټلیو په مرسته د افغان سوداګرو شاوخوا ۶۵ زره او ۴۰۷ ټنه انتقالات ترسره شوی دی.په دې انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دی. یادې ادارې ویلی، چې دا انتقالات تر ډېره د آقینې، تورغونډۍ او حیرتان پټلیو په مرسته ترسره شوی دی. په دې انتقالاتو کې نفتی توکی، خوراکی توکی او نور اړین مواد شامل دی.د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې مسئولینو همدا راز ویلی، چې په انتقالاتو کې لا ډېرې آسانتیاوې رامنځ ته کوی او هڅه کوی افغان او نړیوال سوداګر وکړای شی، چې په ډاډه فضا کې خپله سوداګری ترسره کړی. دوی همدا راز زیاته کړې چې د وسپنې پټلۍ اداره د مسلکی کارکوونکو په روزنه او پالنه بوخته ده چې ورسره به د دوی چارې لا ګړندۍ او اغېزناکې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید