روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ریاست الوزرا د ګډې غونډې پرېکړه:هغوکسانو ته سخته سزا ورکړئ، چې د افغانیو پر ځای پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوی

د افغانستان د ریاست الوزرا په ګډه غونډه کې پرېکړه شوې، چې په بازارونو کې باید نرخونه کنترول او له هغو کسانو سره دې  جدی چلند وشی  او سزا دی  ورکړی، چې په افغانیو راکړه ورکړه نه کوی.
په دې ګډه غونډه کې د دفاع او مالیې وزراتونو، د افغانستان بانک، د کابل امنیه قوماندانۍ او کابل ښاروالۍ ته جدی سپارښتنه شوې، چې نرخونه کنټرول کړی.د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی په ټوېټر پاڼه لیکلی، په دغې غونډه کې دغه راز یادو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې هغو کسانو ته سخته سزا ورکړی، چې د افغانیو پر ځای پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوی.دی زیاتوی :همدارنګه په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې او یادو ادارو ته جدی سپارښتنه شوې، چې د ډالرو د قاچاق مخه هم ونیسی او هغه کسان چې ډالر قاچاق کوی، سخت مجازات کړی.
په دغې غونډه کې ویل شوی، چې د نرخونو د کنټرول تر څنګ د یادو ادارو بله دنده دا ده، چې د کورونو او هټیو کرایه دې هم نور په افغانیو ورکول کېږی او که څوک ترې سرغړونه وکړی سخت به مجازات شی.دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان د اسلامی امارت د ریاست الوزرا دویم مرستیال اعلان وکړ، چې نور څوک په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه نه شی کولی او بهرنی اسعار ممنوع دی.نوموړی ویلی و، د دې لپاره چې د افغانۍ ارزښت پر ځای او د اقتصادی ستونزو مخه نیول شوې وی، خلک اړ دی، چې باید په افغانیو راکړه ورکړه وکړی.اسلامی امارت دغه جدی اقدامات پر داسې مهال اخلی، چې په تېرو څو ورځو کې افغانیو د بهرنیو اسعارو په ځانګړی ډول د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت په بې ساری ډول له لاسه ورکړی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید