روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ریاست الوزراء لومړی مرستیال  په کندهار کې د امنیتی سرتېرو هڅې و ستایلې

د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغنی برادر کندهار ته په سفر تللی  او هلته یې له ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه کړې.

د ملی دفاع وزارت پر خپلې ټوېټر پاڼې د یاد سفر خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ښاغلی ملابرادر هلته له سیمه‌ییزو پوځی مشرانو او یو شمېر عالمانو سره د ښې حکومتولۍ په اړه خبرې کړې دی.د سرچینې په خبره، نوموړی د امنیت راوستو په برخه کې د امنیتی سرتېرو هڅې ستایلی او د بشپړ امنیت د را وستلو سپارښتنې یې ورته کړې دی.

له دې وړاندې د افغانستان د د فاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد هم هلته سفر کړی و او له  پاکستان سر د افغانستان له فرضی کرښې یې هم لیدنه کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید