روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ریاست‌ الوزراء د اقتصادی مرستیال د خواشینۍ پیغام

له بده‌مرغه په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېلابونو یوشمېر هېوادوالو ته درانه مالی او ځانی تلفات اړولی دی. د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال الحاج ملا عبدالغنی برادر اخوند سیلاب ځپلو هېوادوالو ته د اوښتو ځانی او مالی زیانونو په اړه ژوره خواشینی څرګندوی او دوی ته خپل د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوی. شهیدانو ته له الله متعالی څخه جنت الفردوس او وارثانو ته یې د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوی او همدارنګه د زیانمنو شویو هېوادوالو له کورنیو سره خواخوږی څرګندوی او په غم کې یې ځان شریک بولی. الحاج ملا عبدالغنی برادر اخوند په دې تړاو اړوندو ادارو ته امر وکړ، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړی

ممکن است شما دوست داشته باشید