د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال:افغانستان د نورو په خیراتونو نه ، بلکې په خپلو تولیداتو آبادوو
د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر د هلمند د کجکی بند د دویم فاز د پرانیستې مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال وویل: افغانستان په بهرنیو مرستو نه دی جوړ شوی او اوس یې په خپلو تولیداتو جوړوو. نوموړی وایی: نړیوالې ټولنې افغانستان جوړ نه کړ، بلکې وران یې کړ، چې اوس یې په رغولو بوخت یو. غونډې ته داسلامی امارت د رئیس الوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی وویل، هېواد کې شل کاله د بشری حقونو، د ښځو حقونو او دیموکراسۍ په نامه جنګ وشو، خو غوښتونکو یې د ځنګل قانون جاری کړی و. نوموړی وویل :په هېواد کې د اسلامی نظام په حاکمېدو سره سرتاسری امنیت راغلی، اداری فساد له منځه تللی او غصب ختم شوی دی.