د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان اسلامی امارت د ریاستالوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د جنوب-غرب زون د کندهار د اسلامی او ملی پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه. په پیل کې ملا عبدالغنی برادر اخوند د اسلامی نظام پر اهمیت خبرې وکړی او مجاهدینو ته یې وویل، چې اوسنی نظام د شهیدانو د پاکو وینو په برکت رامنځته شوی دی. ده زیاته کړه: دا چې افغانستان د کفارو له اشغاله خلاص شو او اوس یې بشپړ حاکمیت د اسلامی امارت له مجاهدینو سره دی، نو لکه څنګه چې د کفارو په مقابل کې جنګ فرض و، داسې د دغه نظام ساتنه هم فرض ده. د ریاستالوزراء اقتصادی مرستیال مجاهدینو ته په خطاب کې وویل: مشران دې په کشرانو شفقت او کشران دې د خپلو مشرانو درناوی وکړی او همدارنګه باید د یتیمانو او شهیدانو د کورنیو پوښتنه وکړی. ملا عبدالغنی برادر اخوند زیاته کړه: د اسلامی نظام راتګ او بریا یوازې د اسلامی امارت د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ولس بریا ده. همدغه ولس و، چې د اسلامی نظام د راتګ لپاره یې هر ډول ستونزې او کړاوونه وګالل.