روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال: د ټاپی پروژې د عملی کار لپاره پوره چمتووالی لرو

د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په کابل کې د ټاپی ګاز نل‌لیکې کمپنۍ له اجرائیوی رئیس محمد مراد امانوف او د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر سره د ټاپی پروژې د عملی چارو د بهیر پر پیل هر اړخیزې خبرې کړې دی. د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت وایی، چې ددې لیدنې پر مهال ملابرادر ویلی، اسلامی امارت د ټاپی پروژې د پیل لپاره پوره چمتووالی لری او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. هاخوا د ټاپی ګاز نل‌لیکې کمپنۍ اجرائیوی رئیس ویلی، چې په نږدې راتلونکی کې به د دولتونو په کچه د ټاپی پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه په عشق‌آباد کې وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید